1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايبولا وايروس د پراخېدو ويره

فريدريکا/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۹, پنجشنبه

د لوېديځي افريقا په هغو هيوادونو کي چي د ايبولا په نوم وايروس د خپرېدو په حال کي دی، د مخنيوي له پاره يې خپل سرحدونه تړلي دي. خو ايا دا به د ايبولا د لا خپرېدو په برخه کي مرسته وکړي؟

https://p.dw.com/p/1Cmk2
انځور: picture-alliance/dpa

لاگوس د نايجيريا هيواد لوی ښار دی. کله چي په دغه ښار کي د ايبولا د وايروس له کبله لومړی انسانان مړ سو، نو په ټول ښار کي ويره خوره سول. لکه د دغه ښار يوه اوسېدونکې چي وايي:

«زما مور او پلار چي د لاګوس څخه دباندي ژوند کوي، ما ته يې ټليفون راوکړ. هغوی راته وويل چي زه بايد دستکلې او واغوندم او پوزه او خوله په ماسک باندي د وايروس څخه خوندي کړم. زه د وضعې سره همدغسي چلن کوم. زه ډېره بېرېدلې يم.»


د افريقا په سويلي برخه کي د ايبولا وايروس د خپرېدو په حال کي دی. داسي ښکاري لکه د دغه وايروس د خپرېدو د مخنيوي هڅي چي تر اوسه ناکامه وي. کله چي د جمعې په ورځ (د جولای ۲۵مه) په لاګوس کي د ايبولا وايروس له کبله لومړی انسان مړ سو، نو نه يوازي په دغه لوی ښار، بلکي په ټوله نايجيريا او ګاونډيو هيوادونو کي د ايبولا د وايروس د لا خپرېدو د مخنيوي په خاطر اقدامات پېل سول.

د بېلګې په توګه دوو سيمه ييزو هوايي شرکتونو و سېراليونه او ليبېريا هيوادونو ته پروازونه ودرول. د ليبېريا هيواد ولسمشر حتی فرمان صادر کړی چي پر څو استثناوو علاوه بايد د هيواد ټول سرحدونه وتړل سي، چي د ايبولا د خپرېدو مخنيوی وسي.

د ايبولا اوسنۍ وبا د روان مېلادي کال په فبرورۍ مياشت کي د لوېديځي افريقا په ګينيا هيواد کي پېل سوه. په وروستيو مياشتو کي دغه وبا و ګاونډي هيوادونو سېراليون، ليبېريا او حتی اوس و نايجيريا ته وغځېدله.

د ياد ويروس له کبله له اپريل مياشتي راهيسي تر ۶۷۰ زيات انسانان وژل سوي دي. د ايبولا وايروس له پاره تر اوسه نه واکسين سته او نه يې هم درمل. همدا وجه ده چي په زياترو مواردو کي په دغه وايروس اخته انسانان ژوندي نه سي پاتېدای. د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۹مه) د سېراليونه هيواد يو لوړ پوړی ډاکټر او د ايبولا کارپوه شيخ عمر خان، په ياد وايروس د اخته کېدو له کبله ساه ورکړه.

په ليبېريا کي د دويچه ويله خبريال Julius Kanubah وايي چي د ايبولا وايروس له بيري د ليبېريا زياتره اطباع د لا سختو اقداماتو په حق کي دي. خو نوموړی زياتوي:

«که څوک فکر وکړي نو دغه وايروس اوس لا تر درو هيوادونو رسېدلی دی، نو پوښتنه دا پيدا کيږي چي د دغو هيوادونو تر منځ بايد ولي سرحدونه وتړل سي، د ليبېريا او سېراليونه تر منځ او يا د ليبېريا او ګينيا تر منځ. نو دغه وايروس خو تر مخه لا ليبېريا ته رارسېدلی دی. له همدې کبله د پولي تړل کوم منطق نه لري. هغه شی چي زيات مهم دی هغه د تماس نوې څارنه ده. د څارني دغه ميتود د عامي روغتيا يو ښه کار دی.»

زيات کارپوهان په دې آند دي چي د ايبولا په وايروس اخته هر مريض په هکله دقيق تحقيق وسي چي له چا سره او چيري يې تماس درلودی، څو په دغه وايروس د احتمالي اخته ټولو کسانو په هکله معلومات راټول سي. له دې لاري به دا ممکنه وي چي هغه کسان چي لا په خپله ناروغي ښايي نه وي خبر پيدا سي او هغوی کارنتېن سي چي په ناخبري کي نور انسانان دغه وايروس نه واخلي.

د ايبولا د واقعاتو له کبله زيات شمېر هوايي شرکتونو او يادو هيوادونو ته پروازونه ځنډولي دي او يا يې د ځنډولو پلانونه جوړوي. دا د دې له پاره چي داسي نه چي د مسافرو تر منځ یو په وايروس اخته کس، نورو کسانو ته وايروس تېر نه کړي او په دې توګه دغه وايروس لا زياتو هيوادونو ته ونه غځيږي.

خو د ګينيا د پلازمېني په هوايي ډګر کي بيا داسي کمرې نصب سوي دي چي پکښي د مسافرو د بدن د حرارت درجه ښوول کيږي. که د کوم مسافر تبه وي، نو هغه په کمره کي ليدل کېدلای سي او د ممکنه ايبولای د وايروس په صورت کي په دغه هوايي ډګر کي د کارپوهانو ډله موجوده ده، چي ناروغه کس تشخيص او اړين اقدامات وکړي.