1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايدوميني مهاجر کمپ د خالي کولو عمليات پېل سول

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ خرداد ۴, سه‌شنبه

ايدوميني د يونان په خاوره کي دننه هغه غېر رسمي کمپ دی چي پکښي تقريبا ۸۴۰۰ مهاجر ورځي شپې سبا کوي. خو اوس د دغه کمپ د خالي کولو عمليات شروع سوی دی.

https://p.dw.com/p/1ItMG
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Grdanoski

د يونان چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د می ۲۴مه نېټه) سهار پر ۶ بجو د ايدوميني مهاجر کمپ د خالي کولو عمليات پېل کړل. دغه کمپ په يونان کي د مقدونيا سرحد ته څېرمه واقع دی.

چارواکو ويلي دي چي د کمپ خالي کېدل په «آرامۍ او کرارۍ» سره ادامه لري. د يونان حکومت وياند ويلي دي چي د دغه کمپ د خالي کولو له پاره امنيتي چارواکي نه دي مجبوره سوي چي له زور څخه کار واخلي.

د حکومتي وياند په وينا سرويس موټرونه تيار ولاړ ول چي له دغه کمپ څخه د مهاجرو انتقال پېل کړي. د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي د عملياتو د پېل پر وخت په کمپ کي تقريبا ۸۴۰۰ مهاجر موجود ول.

د ايدوميني مهاجر کمپ ته «ځنګلي کمپ» هم ويل کيږي، ځکه چي مهاجرو په خپله رامنځ ته کړی او هيڅ رسمي بڼه نه لري. دغه مهاجر کمپ اروپا ته د مهاجرو د راتګ بحران يو سمبول ګرځېدلی دی.

دغه کمپ هغه وخت رامنځ ته سو کله چي مقدونيا د روان مېلادي کال په فبرورۍ مياشت کي خپل سرحد د مهاجرو پر وړاندي وتاړه.

د مقدونيا سرحد تر تړلو وروسته په دغه مهاجر کمپ کي د مهاجرو شمېر پر زياتېدو سو او تر لسو زرو پوري ورسېد. له هغه سره سره چي په دغه کمپ کي د اوسېدني شرايط ډېر سخت ول، بيا هم پکښي بند راغلو اکثرو مهاجرو نه غوښتل چي له دغه کمپ څخه و رسمي کمپونو ته ولاړ سي. هغوی هيله درلوده چي ښايي د مقدونيا سرحد يې پر وړاندي بېرته پرانيستل سي.

د يونان د چارواکو په وينا په پام کي ده چي د دوو ورځو په جريان کي به له ايدوميني څخه ټول مهاجر و نورو رسمي مهاجر کمپونو ته انتقال کړل سي. ويل سوي دي چي دغه مهاجر به اول په يونان کي د ننه ووېشل سي.

مهاجر په بايد په سرويسونو کي نورو ځايونو ته انتقال سي
مهاجر په بايد په سرويسونو کي نورو ځايونو ته انتقال سيانځور: picture-alliance/AP Photo/B. Grdanoski

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د ايدوميني کمپ د خالي کولو په عملياتو کي لږ تر لږه ۲۰۰ رسمي يونيفورم لرونکو پوليسو او ګڼ شمېر په ملکي جامو کي چارواکو ونډه اخيستې.

زياته سوې ده چي د پوليسو ۲۰ نقليه موټرونه د تيارسی په حالت کي ولاړ ول او وضعه له هوا څخه د يوې څرخي الوتکي په مرسته څارل کېده. د راپورونو له مخي ژورنالستانو ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي کمپ ته داخل سي.