1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايراني موادو بيي ډيري لوړي سوي دي»

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ خوني چارواکي وايي چي کيدای سي د ایران او افغانستان تر منځ سوداګرۍ په ټپه ودریږي. ايران پر صادراتو بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/16cni
انځور: AP

دغه بندیزونه ظاهراً ایران خپلو کورنیو اړتیاوو ته په کتو سره وضع کړي دي، ځکه پر دغه هيواد باندي د اټومي لانجې په خاطر نړيوالو سخت بنديزونه لگولي دي، او په بازارونو کي ئې د ډيرو موادو بیي په بې ساري توګه لوړي سوي دي.

له دغو بندیزونو سره سم د افغانستان په بازارونو کي د ايراني خوراکي موادو بيي هم د پام وړ لوړي سوي دي.
د کابل د منډی یو هټیوال نن دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته د بيو د لوړوالي په اړه وویل:

«ایراني اجناس چي مخکي راتلل اوس ئې بیه لوړه شوې ده، په هر هغه شي کي چي بیه ئې زر افغانۍ وه دوه سوه افغانۍ زیات والی راغلی دئ، او که چیري له ایران سره سوداګري په ټپه ودریږي له پاکستان سره زموږ سوداګري زور اخلي او خامخا پاکستان د خپلو موادو بيي لوړوي.»

د افغانستان د سوداګرۍ خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، چي د ایران او افغانستان تر منځ سوداګري په تیره یوه میاشت کي ۶۵ سلنه کمه سوې ده:

«په تیره یوه میاشت کي زموږ واردات له ایران څخه د پام وړ کم سوي دي، یعني تر نیمايي زیات. اوس داسي ښکاري چي له ایران سره زموږ تجارت سل په سلو کي د قطع کیدو په حال کي دئ.»

افغانستان له ایران او ګاونډي پاکستان سره پراخه سوداګري لري، او تقریبا د ملک په ټولو بازارونو کي ایراني مواد په پراخه پيمانه تر لاسه کېدل.

له بلي خوا د هرات د گمرک چارواکي وايي، چي اوس هم له افغانستان څخه ايران ته ډالر قاچاقيږي. له هغه وروسته چي پر ايران باندي نړيوال بنديزونه نور هم زيات سول د دغه هيواد پيسو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او له گاونډيو هيوادونو څخه د بهرنيو اسعارو د رانيولو لړۍ پيل سوه.

نزدې يوه مياشت د مخه افغان حکومت ايران ته د بهرنيو اسعارو پر لېږد بنديز ولگاوه او خپلو سرحدي ځواکونو ته ئې سپارښتنه وکړه چي تر شل زره ډالره ډير چا ته ورپرې نږدي چي ايران ته ئې انتقال کړي.

خو يو شمېر افغان سوداگر وايي، چي د ايران له خوا به پر موادو باندی بنديز به د تل له پاره پر نرخونو باندي تاثير ونه لري، ځکه چي دوی اوس په دې تلاښ کي دي، چي له نورو گاونډیو هيوادونو څخه د اړتيا وړ خوارکي مواد راوارد کړي.

ميرويس جلالزی/ شريف شرفيار/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم