1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران او امريکا تاريخي ليدنه کتنه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۵, جمعه

د ايران او امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو محمد جواد ظريف او جان کيري په نيويارک کي د ايران او ۵+۱ هيوادونو په غونډه کي مخامخ خبري وکړې. دا د وزيرانو په کچه تر ۳۴ کلن ځنډ وروسته لومړۍ غونډه ده.

https://p.dw.com/p/19pFm
انځور: Stan Honda/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د ويټو حق لرونکي هيوادونو او آلمان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د ايران د بهرنيو چارو د وزير په نيم ساعته غونډه کي چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۶) تر سره سوه يوه تاريخي غونډه بلله سوې ده، چي کيدای سي د امريکا او ايران ترمنځ د اټومي پروگرام پر سر د کړکېچ د حل و فصل د له پاره يو ښه پيل وي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چي په دغه غونډه کي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کيري څنگ ته ناست وو، تر غونډي وروسته يې د تړلو دروازو ترشا له جان کيري سره لنډي خبري درلودې چي له دواړو خواوو څخه «رغوونکي» بلل سوي دي. دغي تاريخي ليدني کتني د ايران او امریکا د مخامخ خبرو اترو تر منځ پيدای سوی خنډ عملاً ليري کړ.

د رويترز خبري آژانس په حواله د اروپايي ټولني د بهرني سياست د مسئولي کاترين اشتون چي د دغي غونډي مشري يې پرغاړه لرله په گډون امریکايي او اروپايي ديپلوماتانو د دغي غونډي تود هرکلی کړی دی او د خبرو اترو فضا يې ستايلې ده. خو د هغوی ډيری بيا د محمد ظريف او جان کيري په شان ټينگار کړی دی چي د دواړو هیوادونو تر منځ اختلافات او په ځانگړې توگه له يوې لسيزي راهيسي د اټومي پروگرام پر سر لانجې له منځه وړل به هم اسانه کار نه وي او ډير کړاونه بايد وگالل سي.

«کنگلونه مات سوي دي»

د ايران او ۵+۱ هيوادونو تر غونډي او له جان کيري سره تر ليدني وروسته محمد جواد ظريف، په یوه خبري غونډه کی د خبريالانو د پوښتنو په جواب کي د خبرو اترو د کيفيت په اړه وويل چي د لومړی گام له اخيستلو څخه راضي دی. هغه روښانه کړه: «اوس بايد وگورو چي آيا کولای سو چي خپلي مثبتي خبري په جدي اقداماتو کي را ونغاړو ترڅو پرمختگ وسي؟»

جان کيري هم له خبريالانو سره په خبرو کي وويل چي د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره يې ليدنه کتنه ډيره «رغوونکې» وه. هغه په ټينگار سره وويل: «د دې خبري تکرار ته اړتيا نسته چي په يوه ليدنه کتنه کي يوازي د لهجې بدلون چي البته د هغې هرکلی کوو، ټولو هغو سوالونو او ابهاماتو ته جواب ووايي چي سته، تر اوسه ډير کارونه پاته دي چي بايد تر سره سي.»

د اروپايي ټولني د بهرني سياست مسئولي کاترين اشتون چي د دغي غونډي مشري يې پرغاړه وه دا يې «مهمه او ارزښتمنه» غونډه وبلله او ويې ويل چي د خبرو اترو فضا «ښه او له انرژۍ ډکه» وه. د اشتون په خبره دواړو خواوو د خبرو د «وخت پر يوه جدول» باندي موافقه کړې ده.

د اشتون په خبره په پلان کي ده چي د اکتوبر مياشتي پر ۱۵ او ۱۶ باندي به د ايران او ۵+۱ هيوادونو چي هغه د امریکا متحده ايالات، روسيه، چين، فرانسه او بريتانيا او آلمان دي د ايران د اټومي کړکېچ پر سر په ژنيو کي خبري پيل سي.

د دغي لنډي ليدني کتني په اړه تر اوسه پوري نور جزئيات نه دي روښانه سوي، خو د نړيوالو قدرتونو د استازو او ديپلوماتانو د غبرگونو په حواله ويل کيږي چي مهم گام واخيستل سو او د نتجه لرونکو خبرو اترو د ترسره کولو د اميدونو پله درنه سوې ده.