1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران او پاکستان په گټه رسنيو څخه پرده پورته سوه

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هغو پنځو داخلي رسنیو له نومونو څخه پرده پورته کړې ده چي د ایران او پاکستان هيوادونو له خوا تمويليږي.

https://p.dw.com/p/14a9Z
انځور: Fotolia/eyewave

د ملي امنیت د ویاند د څرگندونو له مخي، د تمدن او نور تلویزونونه او د انصاف ورځپاڼه د ايران او د شمشاد او ژوندون تلویزونو د پاکستان له خوا تمويليږي.

تمدن تلويزيون د شیخ آصف محسني له خوا تاسيس سوی دئ او د نور تلويزيون جوړونکی بيا د مجعيت گوند پخوانی مشر برهان الدين رباني وو چي څو موده مخکي په خپل کور کي په يوه ځانمرگي برید کي ووژل سو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د دوشنبې په ورځ (د اپريل ۹) په کابل کي(د ملي گټو په تامين کي د رسنيو يوالي) تر عنوان لاندي يوه غونډه را بللې وه چي پکښي د وزارتونو وياندان او د يو شمېر رسنيو مسئولان برخه اخيستې وه.

د افغانستان د ملي امنيت ریاست ویاند لطف الله مشعل په خپلو خبرو کي وویل چي ددو له خوا ترلاسه سوي معلومات داسي ښيي چي ایراني وګړي، تمدن تلویزون ته تګ راتګ کوي او ددغه تلویزيون خپروني چمتو کوي. هغه وویل چی د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور او بهرنیو چارو وزارتونه له دې موضوع څخه خبرنه دي.

د ملي امنیت د ویاند په خبره د نور او تمدن تلویزونونو او انصاف ورځپاڼي
اکثره څېړني او خپروني د ايراني چارواکو له لارښوونو سره سم او د هغو کسانو څخه د کارپوه په شان کار اخلي چي د ايران له پاره کار کوي.

هغه وويل، چي دغه کارپوهان د افغانستان د اوسني نظام او ملي گټو پرضد تبليغ کوي.

مشعل زیاته کړه چي د انصاف ورځپاڼه هم د ایران له خوا تمويليږي او ډیر وخت هڅه کوي چي دغلطو څېړنو او رپوټونو په خپرولو سره د ایران ګټي خوندي او د  اوسني روان بهیر په وړاندي عامه ذهنیت خراب کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل زیاته کړه چي دغه اداره داسي معلومات هم په لاس کي لري چې د شمشاد تلويزيون د خپرونو پاليسي د دولسو تنو پاکستانيانو په لاس کي ده. د هغه په وینا په ژوندون تلویزيون کي هم یو پاکستانی تبعه کار کوي چي د پاکستان د آی ایس آی سره نزدې اړیکي لري.

څه موده وړاندي له رسنیو څخه ددفاع یو شمیر ټولنو د هغو رسنیو د فعالیت په اړه اندیښنه ښوولې وه، چي د ګاونډیو هیوادونو په ګټه کار کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په داسي حال کي ددغو رسنیو نومونه په ډاګه کړه، چي د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو ايران په دې تورن کړی دئ چي په افغانستان کي د قرآن سوځولو تر پيښي وروسته تاوتريخوالي ته لمن وهي.

ويل کيږي له هغه وروسته چي په افغانستان کي د قرآن شريف د سوځولو خبر خپور شو ایران پلوه رسنیو په دغه هيواد کي د امریکایانو پرضد پراخ تبلغات پیل کړل.

حسين سيرت/ پروين مومند
کتونکی: نجيب الله زيارمل