1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران اټومي لانجه اروپا ته د اومو ګازو په لېږلو کي يو خنډ دی

۱۳۸۷ آذر ۲۹, جمعه

د تيلو 16 مهم ليږدوونکي هيوادونه غواړي د ډسمبر د مياشتي په 23 نيټه په مسکو کي لکه د اوپک غوندي د ګازو ليږدوونکو هيوادونو يوه انحصاري ټولنه جوړه کړي

https://p.dw.com/p/GJvw
په ايران کي د ګازو توليدونکې فابريکه
په ايران کي د ګازو توليدونکې فابريکهانځور: picture-alliance/ dpa

د نورو ترڅنګ روسيه او ايران هم ددغو هيوادونو په ډله کي راځي. که څه هم چي مسکو او تهران پريکړه کړي ده ، په غاز - اوپک کي سره تنظيم شي، خو په اوس وخت کي د اروپا د ګازو په بازار کي د دوو رقيبانو په توګه سره مخامخ دي. په داسي حال کي چي اروپا د اومو غازو غوښتونکې ده، د ګاز راايستنه يې کميږي.

خو اروپا ته د غازو د استولو په برخه کي روسيه تر نورو مخکي ده. او ايران هڅه کوی په پياوړې توګه خپل ګاز اروپا ته وړاندي کړي، څه شي چي داسي آسانه نه دی، ځکه نه يوازي يې روسيه د سيال په توګه مخه ته ولاړه ده ، بلکي د ايران د اټومي پروګرام روانه لانجه هم د ايران د اومو ګازو د سوداګرۍ خنډ ګرځي. دا چي د ايران اټومي لانجه د اومو ګازو په ليږدولو څه اغيز لري، بينيامين برادن څيړلې،او ليکي چي څوک چي نن په اروپا کي پخلی کوي يا کوټې تودوي نو تر ډيره د روسيې ګاز پکاروي.

د آلمان په سلو کي 37 د ګازو راليږدونه له روسيې څخه ده. په نورو اروپايي هيوادونوکي هم ورته لړۍ روانه ده. که څه هم چي روسيه يو د ګازو يو اعتبار لرونکې ليږدوونکې ده، خو بيا هم ډير ډاډمنه نه ده. د انرژۍ له معلوماتی مرکز څخه راينر ويک په دې اړه وايي:«په تير وخت کي موږ ډير داسي تجربې لرو چي د غازو په ليږدولو کي خنډونه رامنځته سوي، يوازي له دې امله چي د روسيې اومه ګاز د يوډول ځواک له سياست سره تړل کيږی. اروپا اوس غواړي ورو ورو ځان له دغه حالت څخه وباسي او په ټوله نړۍ کي د اومو يا طبيعي ګازو د نوي ليږدوونکي په لټه کي ده.»

د اروپا لپاره دايران د غازو په زړه پورې توب تر روسيې ډير دی. ايران تر روسيې وروسته د غازو دوهم راايستونکی دی او له اروپا سره د سوداګريزو معاملوهيله هم ورسره شته. له بله پلوه ايران د اومو تيلو د پيرودلو د بديل او د غازو له هغو ليږدوونکو سره چې روغه جوړښتي زيربنا لری هم د سوداګری راکړې ورکړې په لټون کې دی. قطر او ايران دواړه د فارس په خليج کې د غازو سترې سرچينې لری.

د ګازو يوه فابريکه
د ګازو يوه فابريکهانځور: AP

خو څه شی چې ايران ته ستونزمن دی د غازو لپاره د يوه ستر اخيستونکی موندل دی. په دې توګه روښانه کيږی چې هم ايران او هم اروپا د سوداګرۍ د اړيکو په لړۍ ته مينه لری.« دا روښانه ده چې په راتلونکو کلونو کې د اروپا او ټولې نړۍ غوښتنه غازو ته پراخيږی، او اروپا ته روښانه ده چې د غازو د راليږدولو په اړه يې اړيکي تر اوس نه ډيريږی، ځکه خپلې سرچينې يې د لږيدو په حال کې دی.»

دغه ستونزې کولای شی په ساده ډول خپلې د حل لارې چارې ومومی، خو د اټومي پروګرام پر سر لانجه ددې لامل ګرځيدلې چي د اروپا د هيلي او د ورځي د وضعي د رښتيا تر منځ واټن ورځ تر بلي پراخ شی. نړيوالې ټولنې ددغه هيواد د ا ټومی پروګرام له امله اقتصادی تحريم سخت کړی دی او د امريکا متحدو ايالتونو هم پر هغو هيوادونو چې له ايران سره د سوداګرۍ اړيکي لری زور زيات کړی دﺉ. چې موخه يي د ايران اقتصادی جلاوالی اوهم د اومو غازو په برخ کې دی.

په همدې لامل په اروپا کې ستر تمويلونکي نه غواړی له ايران سره همکاری ولری. خو رښتيا دادي چي د ايران له غازو څخه د اروپا د ګټې اخيستنې هڅې مخ پر ډيريدو دي. له بله پلوه له ترکيې سره د ايران د 2008 زيږديز کال د نوامبر د مياشتې د غازو د تړون لاسليک د ايران يو برﺉ کيدای شی. دغه تړون له ايران څخه تر ترکيې پوري د غازو ديوه پايپ لاين غځول دی چي اروپا ته د ګازو د ليږدولو نور امکان برابروی.خو تر هغه چې د ايران اټومي لانجه پای ته نه وي رسيدلې، نو له ايران څخه اروپا ته د ګازو ليږدول د راتلونکي لپاره د يوې طرحي په توګه پاته کيږي.