1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران په اړه د آلمان خارجه وزير: زموږ دريځ د جګړې مخنيوی دی

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

په فارس خليج کې وضعيت د ايران له خوا د يوې بريتانوۍ تيل ليږدونکې کښتۍ په توقيفولو سره کړکيچن شوی دی. امريکا سيمې ته سرتيري استوي او د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس په دې هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3MRxZ
Heiko Maas
د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماسانځور: picture-alliance/dpa/L. Ducret

په هرمز تنګي کې د ايران د انقلابي ګارډ له خوا د بريتانيا تيل ليږدونکې کښتۍ «ستينا ايمپرو» توقيفول، د تيلو د لیږد په دغې مهمې سیمې کې د نښتو خطر ډير کړی دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، د ايران اقدام د فارس د خليج اوضاع «بيا هم لا جدي او لا خطرناکه» کړې ده.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله، د آلمان سوسيال دموکرات ګوند دغه لوړپوړي ديپلومات وويل: «زموږ دريځ د جګړې مخنيوی دی.» ماس يادونه وکړه که چيرته ديپلوماسي ماته وخوري او اوضاع په پوځي نښتې بدله شي بيا به «نه کوم ګټونکی او نه هم بايلودونکی وي.»

بريتانيا او امريکا متحده ايالاتو، دواړو ايران ته د «جدي عواقبو» ګواښ کړی دی. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانت د فارس خليج په اوبو کې د ايران کړنې «غيرقانوني او ثبات ماتونکې» بللې. هغه وويل چې د عمان په خليج کې يې د هيواد تيل ليږدونکې کښتۍ په يوې «غيرقانونې مداخلې» سره توقيف شوې ده.

د بريتانيا حکومت د دغه هيواد له کښتيو څخه غوښتنه کړې چې تر راتلونکي امر پورې په هرمز تنګي او د هغه په شاوخوا اوبو کې له تردد څخه ډډه وکړي. د اوبو دغه لار د تيلو د ليږد په برخه کې نړيوال ارزښت لري. د نړۍ يو پر دريمه برخه تيل پر همدې لار ليږودل کيږي.

جرمي هانت د شنبې په ورځ (د جولاي ۲۰مه) د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره پر ټيلفون خبرې کړي او بيا يې په يوه ټويټري پيغام کې ويلي دي چې په دغې ټيلفوني اړيکه کې يې د ايران د اقدام په اړه خپله «ژوره خواشيني» ښکاره کړې ده. هغه ليکلي دي، په داسې حال کې چې ظريف هغه ته د شنبې په ورځ (د جولای ۱۳مه) ډاډ ورکړی وو چې هيواد يې په سيمه کې د کړکيچونو کمول غواړي، خو «هغوي په برعکس مسير باندې عمل وکړ.»

Öltanker Stena Impero liegt nun vor dem Hafen von Bandar Abbas
ستينا ايمپرو کشتۍ په بندر عباس کېانځور: AFP/N. Kemps

محمد جواد ظريف هم په يوه تويټ کې د بريتانيا تيل ليږدونکې کښتۍ توقیفول، د جبل الطارق په تنګي کې د ايرانۍ تيل ليږدونکې کښتۍ له توقيفولو سره مقايسه کړې او د هغې پر اساس يې د بريتانيايي کښتې له توقيفولو ننګه کړې ده.

ايرانۍ «ګريس ۱» کښتۍ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د جبل الطارق تنګي اوبو ته نژدې چې د بريتانيا مالکيت دی، د «اروپايي اتحاديې د قوانينو د نقض او سوريې ته د تيل د قاچاق کولو» په تور توقيف شوه.

د ايراني چارواکو په وينا، د بريتانوۍ توقيف شوې کښتۍ «ستينا ايمپرو» د ۲۳ کارکونکو له ډلې څخه ۱۸ يې هنديان دي. په پاتې کسانو کې ۳ يې روسي، يو فليپيني او يو ليتوانيايي دی.

د امريکايي رسنيو په حواله، د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ اعلان کړی دی چې سعودي عربستان ته به شاوخوا ۵۰۰ پوځي ځواکونه واستوي. امريکا به همدا ډول په سیمه کې له خپلو کشفي الوتکو څخه هم کار واخلي.

دونالد ترمپ جمهوري غوښتونکي سناتور، رند پاول ته دنده ورکړې چې ايران سره مذاکرات تعقيب کړي. ترمپ په دې اړه ويلي دي: «وبه ګورو چې څه به کيږي.»

ترمپ د ۲۰۱۸م کال په می مياشت کې د ايران د اتومي پروګرام له توافقنامې څخه بهر شو او تر هغه وروسته يې پر دغه هيواد شدید اقتصادي بنديزونه ولګول. په دغو بنديزونو کې د ايران مالي او نفتي معاملې هدف ګرځول شوي دي.