1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد دمشق ته تللی دی

۱۳۸۸ اسفند ۷, جمعه

سوريې د ايران سره پر خپلوښو روابطو يووار بيا ټينګار وکړی ، او دواړو هيوادو اسراييلو ته خبرداری ورکی

https://p.dw.com/p/MD7s
انځور: AP

سوريې سمدلاسه غبرگون وښود. د امريکې د متحدو آيالتونو د بهرنيو چارو د وزيرې کلينتن هغه غوښتنې چې ويل يې دمشق دې له ايران څخه فاصله ونيسي، د ولسمشر اسد لخوا په څرگند ډول رد شوې.

«موږ له نورو څخه د نژدې ختيځ په هکله نصيحتونو او يا زموږ د تاريخ په اړه څرگندونو ته اړتيا نه لرو. موږ خپلې چارې پخپله پرمخ بوزو او خپلې علاقې هم پخپله عملي کوو.»

سوريه او ايران د اسد په وينا دې ته نه اړ ايستل کېدای شي چې له يو بل څخه فاصله ونيسي. هغوی ته عجيبه ايسي چې د امريکا متحده آيالتونه په نژدې ختيځ کې د ثبات او سولې په اړه خبرې کوي، خو له گاونډيو هېوادونو نه غوښتنه کوي چې په خپلو منځو کې دې واټن ونيسي. احمدي نژاد عين خبرې ته اشاره وکړه: په وينا يې ستر ځواکونه نور نه شي کولای چې د سمندر بلې غاړې ته پرتو هېوادونه ته لارښوونه وکړي. ورسره يې يو ځل بيا د اسرايلو په وړاندې خپل گواښونه تازه کړل او د دغه هېواد نوم يې د تل په څېر ونه وايهء، نقل قول: «که صيهونيستي جوړښت پخوانۍ تېروتنې بيا تکرار کړي، نو پای يې نژدې شوی دی.»

د سوريې ولسمشر هم، چې د ايران په څېر له لويديځ څخه د تروريستي سازمانو په توگه پېژندل شويو حزب الله او حماس ډلو سره په غزه کې ښه اړيکي لري، په اسراييلو باندې سخت انتقادونه وکړل. اسد د اسراييلو د دفاع وزير ايهود بارک څرگندونو ته غبرگون ښکاره کړ چې له مخې يې له سوريې سره د سولې د يو تړون نهء شتون دا معنا لري چې کېدای شي په نژدې ختيځ کې يوه نوې جگړه وشي.

«آسانه ځواب يې دا دی چې موږ بايد تل د اسراييلو يوې حملې ته، د هر دليل او هرې پلمې له مخې چې وي، ورته چمتو والی ولرو.»

سوريې په دې وروستيو کې د امريکا د متحدو آيالتونو په ملاتړ، دې ته لېوالتيا ښکاره کړې وه چې له اسراييل سره د سولې خبرې اترې پيل کي. دغه خبرې د ترکيې په منځگړيتوب څه د پاسه يو کال مخکې بې له پايلو پرې شوې وې او د اسراييلو لخوا پر غزې باندې د يرغل له امله بيا له سره نه وې پيل شوې. د نېتان ياهو حکومت ښايي چې ورته آمادگي او لېوالتيا نه لري او د ترکيې منځگړيتوب هم د اسراييل لخوا رد شوی دی.

دمشق د دوو کالونو راهيسې له لويديځ سره خپل اړيکي ښه کوي. هره اونۍ د لويديځ جگپوړي استازي د ښاغلي اسد په لور خوځښت کوي. تېره اونۍ حتی د بهرنيو چارو مرستيال وزير والتر بورنس، يعنې له پنځو کالونو راپه دې خوا تر ټولو جگپوړی امريکايي سياستوال د اسد مېلمه و. واشنگټن همداراز په دمشق کې يو سفير ټاکلی دی، چې له پنځو کالونو راهيسې موجوده تشه اوس ډکوي.

له بلې خوا ترکيه د سوريې لپاره په زياتېدونکې کچه ډېر سياسي او اقتصادي اهميت لري. د ايران له اسلامي دولت سره د سوريې دنيايي يا سېکولار دولت ښايي يوازې ستراتيژيک علايق ولري. سره له دې چې ولسمشر اسد د امريکا له متحدو آيالتونو سره اړيکي ښه کول غواړي، خو دی خپل گاونډي هېواد ته وفاداره دی او د لويديځ لخوا د هغهء د يو طرف ته کولو غوښتنه تل ردوي. د دغې خبرې د اثبات په موخه دواړو هېوادونو داسې يو تړون لاسليک کړی دی چې اتباع يې پرته له ويزې څخه د دواړو هېوادونو تر منځ تگ راتگ کولای شي.

لايټ هولډ/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري