1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي پروګرام له کبله په خليج کي تسليحاتي مسابقه

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

د نړيوالي ټولني او عامه ذهنيت په مخکي ايران بيله کومي بيری خپل اټومي پروګرام ته ادامه ورکوي ،چي دا نه يوازي په لويديزو هيوادو ، بلکه د خليج په هيوادو کي هم ډير تشويشونه رامنځته کړيدي

https://p.dw.com/p/Mav3
انځور: AP

دا يوه دردوونکې صحنه ده، چې د عبدالعزيز الساغر په وړاندې پرته ده: په نږدې او منځني ختيز کې زروي تسليحاتې مسابقه.

له سعودي عربستان څخه په دوبۍ کې مېشته د خليج د څېړندويه مرکز مشر او سياست پوه له پلازمېنې برلين څخه د يوې کتنې په موقع وويل،همدغه شان بايد شوي هم وای. کله چې ايران د لويديز فشارونه ته شا نه ټيټوي او خپل زروي پروگرام پرمخ بيايي، نو بيا د سيمې نور هېوادونه به ځانونه دې ته اړ بولي، سمه سيالي راواخلي او اتومي پروگرامونه په لار واچوي. ايران د اتومي وسلو د بندښت تړون NPT لاسليک کړی. هغه پروگرام له اتومي وسلو څخه پاک د هېوادونو وجيبه بولي، چې له اتومي يا زروي وسلو لاس ته وروړنې څخه ډډه وکوي. عبدالعزيز الساغر په ډاگه کوي:

)ترکيه، الجزاير، مصر، سعودي عربستان، دا ټول دې کار ته ليوال دي. که چېرته ايران د اتومې وسلو د بندښت له تړون څخه وزي، نو بيا نوموړي هېوادونه ٦ مياشتې وخت لري، خپلې پرېکړې وکوي. هغوی ښايي ووايي، کله چې ايران اجازه لري، ولي يې موږ ونه لرو.)

د خليج په عامله شورا کې سعودي عربستان، عمان، قطر، کويټ، بحرين او متحده عربي امارتونه غړيتوب لري. په دې هېوادونو کې د ايران پر ضد سخته ناآرامي ليدل کيږي. دوی وېره لري، چې هورموز د تنگې اخوا پروت گاونډی ايران به د خپلو اتومي وسلو په متره د واکدارۍ او بادارۍ کوشش کوي. د خليج له څېړندوی مرکز څخه امنيتي کارپوه مصطفی علاني څرگندوي، خبره د دې نه ده، چې ايران به په رښتيا سره هم زموږ پر ضد اتومي وسله استعمالوي. خبره د دې ده، چې په راتلونکې کې به څوک په سيمه کې برلاسی وي.

(مصطفی علاني وايي: موږ دا څه نه غواړو. موږ خپلواک يو، رسېدلي هېوادونه، موږ دې ته چمتو نه دا وېره ولرو، چې ايران ته د هغه د اتومي بم له کبله څه ونه ويلی شو. پوښتنه دا نه ده، چې آيا ايران به خپل بم پر موږ اچوي، بلکه خبره دا ده ، چې ايران سيمې ته پر سياسي پايلو باندې کنترول لري او که څرنگه. موږ به نظر و ايران ته يو دوهمه درجه هېواد جوړيږو، نو دا نه شو منلی.)

IAEA Treffen in Wien Atomprogramm Iran
انځور: AP

تر بل هر چا لومړی سعودي عربستان نه غواړي يو ايرانی پياوړی ځواک له څنگه ولري. خو نور سني مذهبه هېوادونه هم د ايران له نفوذ څخه اندېښمن دي. عبدالعزيز ساغر شکايت کوي، چې ايران همدا اوس اوس هم هر چېرته مداخله کوي، له شيعه مذهبو لږکيو څخه ملاتړ او خپل وسله وال اسلام پراخه کول غواړي. عبدالعزيز ته روښانه ده چې:

(کله چې ټول تدبيرونه رامخ ته وي او زه بايد يو ترې غوره کړم: نو هغه به دا وي چې يا به د ايران تر ډار لاندې ژوند کوم او يا به يوه محدود پوځي بدل اخيستونکي گذار ځان چمتو کوم، له پوځي تدبير سره گذاره کول آسان کار دئ، دا خبره موږ ته څرگنده ده. موږ يو شمېر جگړې ليدلې دي. له هغه سره هېڅ کوم هېواد له نقشې څخه نه دئ ورک شوی.)

بيټينا مارکس/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري