1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي پروګرام په وړاندي د آلمان دريځ

۱۳۸۸ مهر ۲۸, سه‌شنبه

دايران داتمي پروګرام په وړاندي دالمان دريځ، دانګلستان ، فرانسي اويا دامریکا دمتحده ايالتونو له موقف سره کوم توپير نلري...

https://p.dw.com/p/KBO8
که ايران دخپل اټومي پروګرام په برخه کي دملګرو ملتونو دموسسي دامن دجرګي تقاضاوي ترسره کړي . په هغه صورت کي لويديز له هغه سره دهراړخيزواقتصادي او سیاسی ګډکار کولوته چمتودي
که ايران دخپل اټومي پروګرام په برخه کي دملګرو ملتونو دموسسي دامن دجرګي تقاضاوي ترسره کړي . په هغه صورت کي لويديز له هغه سره دهراړخيزواقتصادي او سیاسی ګډکار کولوته چمتودي

دملګرو ملتونو دموسسي دامن دجرګي پنځه دويتو دحق لرونکي هيوادونه اوالمان په ګډه سره پدي برخه کي يوه ستراتيژي تعقيبوي چي دهغه له مخي د فشارراوړلو، اوپام اړولو اوجزبولولپاره هڅي په ګډه سره کيږي . او لکه هسی چي دبهرنيو چارو دوزارت وياند اندرياس پشکه وايي دا له ټولو څخه ښه لاره ده . پشکه زیاتوي :

«مونږ خپلو دوه اړخيزوکوششونوته دوام ورکوو.ترڅو چي که ايران پريکړه وکړي چي دنوروهيوادونو شک لري کړي، اودنړيوالي ټولني لخوا ور اوږد شوي لاس ونيسي،نو لکه هماغسي چي مونږ په خپل وړاندييزکي هم ترسيم کړيدي دګډکار امکانات موجود اوبرابر وي.»

که ايران دخپل اتمي پروګرام په برخه کي دملګرو ملتونو دموسسي دامن دجرګي تقاضاوي ترسره کړي . په هغه صورت کي لويديز له هغه سره دهراړخيزواقتصادي او سیاسی ګډکار کولوته چمتودي. دلمړي ځل لپاره المان اودهغه پنځو نورو دخبرو اترو ملګرو په ۲۰۰۶کال کي ايران ته دګډکار وړاندييز وکړ . چي بيا د۲۰۰۸کال دجون په مياشت کي دا ګډکار نورهم مشخص کړاي شو .

کله چي جمهوررييس اوباما په دي تير شوي پسرلي کي ايران ته دمخامخو خبرو دکولو وړاندييزوکړو نو دګډکاردا وړاندييز بياهم تکرارشو . دايران حکومت دسپتمبر په مياشت کي دی وړاندييز ته دخپلو پيشنهادونوسره ځواب ووايه . خوپه خپلو پيشنهادونوکي يي داتمي پروګرام يادونه نوه کړي . کله چي معلومه شوه چي نوموړي هيواد په قم کي ديورانيومو دغني کولو يوه بله دستګاه هم لري ددي خبر اوريدو په ايران باندي دباور په زياتيدوکي مرسته نه کوله. خو داتمي انرژۍ نړيوال آژانس به همدا لږه موده وروسته نوموړي دستګاه وپلټي .

په ايران باندي دملګرو ملتونو دموسسي دامن دجرګي لخوا بنديزونه پخوا لګول شويدي اولادوام لری .دمثال په ډول ايران ته دهغو تکنولوژيو استول منع دي چي داتمي پروګرام لپاره کار تري اخيستل کيږي . خودالمان لمړۍ وزيره ميرمن انګيلامرکل په هغه صورت کي چي ايران پرينږدي چي داتمي انرژۍ دنړيوال آژانس لخوايي اتمي بټۍ وپلټلي شي په نوموړي هيواد باندي لدينه دلاشديدو بنديزونو دلګولو غوښتونکي ده . داوايي:

«په هغه صورت کي به بیامونږ دلا شديدو اقدامونو، دمامطلب دادي چي بيا دانرژۍ اوپه نورو مهمو اوحساسو ساحوکي، لکه دمالي بازارونو په ساحه کي دبنديزونوپه لګولو فکرونه وکړو.پدي باندي بايده دي يوازي فکرونشي، بلکه په نړيواله تولنه کي به خبری پري وکړو چي دابنديزونه ، څنګه عملي کولاي شو .»

Werkhäuser, Nina/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل