1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له طالبانو سره ليدلي

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

ایران ویلي دي چې د طالبانو يوه پلاوي د یکشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی او د دغه هیواد له چارواکو سره یي د سولې په تړاو خبرې اترې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3AoeF
Bahram Ghasemi
انځور: Tasnim

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د طالبانو هيئت د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۳۰مه) تهران ته رسیدلی دی او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره یي لیدلي دي: «تیره ورځ د طالبانو یو هیيت په تهران کې وو او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي سره یې اوږده مذاکرات لرل.» د قاسمي په خبره له دغو خبرو اترو د افغانستان دولت خبر دی.

قاسمي ویلي دي: «د دغو مذاکراتو اصلي موخه د هغي حل لاري موندل ول چې د افغان حکومت او افغان ډلو تر منځ د سولې د خبرو اترو د پرمختګ له پاره اسانتيا رامنځ ته کړای شي.»

قاسمي دغه څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته له هغه کړي چې د ایران یوه جګپوړي چارواکي ویلي ول چې د افغانستان دننه یي له طالبانو سره خبري کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني، د دسمبر میاشتې پر ۲۶مه نیټه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته له طالبانو سره د دغو مذاکراتو د تر سره کیدو خبر ورکړی وو.

له ایراني چارواکو سره د طالب استازو ملاقاتونه په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې امريکا متحده ایالات په دې هڅه کې دي چې طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته واداره کړي.\

په دې ترڅ کې د سولې له پاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو وارې له طالب استازو سره لیدلي دي او په پام کې ده چې په جنوري میاشت کې په دې تړاو په سعودي عربستان کې هم یوه غونډه وشي.

په ابو ظبۍ کې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په غونډه کې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي آماراتو استازو هم ګډون کړی وو. که څه هم له افغانستانه یوه پلاوي ابوظبۍ ته سفر کړی وو، خو طالبانو له دغه پلاوي سره له ملاقاته ډډه وکړه.