1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران زرغون غورځنګ: يو ناکام انقلاب او که د ديموکراسي په لور لومړي ګام؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۲, شنبه

د ايران د جمهوري رياست د شخړه ايزو ټاکنو په لومړي کاليزه کي د حکومت مخالفين غوښتل سړکونو او جادو ته راووځي. خو «سپاه پاسدران انقلاباسلامی» د « امنيت د ساتني په پلمه» ګواښ کړي چي هر ډول احتجاج به په زور وټکوي.

https://p.dw.com/p/NpIs
دايران د اسلامي انقلاب د کاليزي په مناسبت د زرغون غورحنګ شعار
دايران د اسلامي انقلاب د کاليزي په مناسبت د زرغون غورحنګ شعار

د جمهور رييس په توګه د محمود احمدي نژاد د شخړه ايزي ټاکنی څخه يو کال تير شو، د حکومت مخالفينو تصميم درلود چي په دي ورځ بيا په پراخو لاريونونو او احتجاجونو لاس پوري کړي. خو د حکومت ډيري مخالفين ويريږي چي نه شي بيا زندانونو ته واچول شي. دغو احتجاجونو ته د

«زرغون غورځنګ» نوم ورکړ شوي دي. خو پوښتنه دا ده چي آيا دا يو ناکام انقلاب ؤ او که د ديموکراسي په لور لومړي ګام؟ دي پوښتني د آلمان غږ راډيو د فارسي خپرونی د څانګي مشر جمشيد فاروقي په يوه تبصره کي ځواب وايي:

«زرغون غورځنګ؟» «يعني څه؟» ظاهرا هغه د ايران د سرسخت محافظه پال جمهور رييس پر ضد د احتجاجونو يوه څپه وه. خو په حقيقت کي هغه د يوي ځوانی او نړي ته د يوي غيږ پرانيستي ټولنی چي د ملايانو تر واکمني لاندي د يو نيکمرغه ژوند ټولي هيلي لاسه ورکړي دي، د آزادي غورځنګ ؤ.

دغه احتجاجونه د هغه يو ژوند نښانه ده چي تيره زمانه یی عبس، اوسني ستومانه او زړه تنګه او راتلونکي تت او تياري ښکاري.

هغه يو انقلاب نه ؤ، خو هغه ړوند بغاوت هم نه ؤ. هغه د آزادي، ديموکراسي او د يوه ښه ژوندانه او هغو هيلو او ارمانونو لپاره پا څون ؤ چي ايرانيانو د ډيرپخوا څخه يي هيله درلوده.

که سړي ښه ورته ځير شي هغه د 1905 کال قانوني غوښتني، د 1979 کال د اسلامي انقلاب موخي دي. يواځي له يو توپير سره. دا ځل د دي پاڅون د خوځښت اصلي قوت نه يواځي د يو سوکاله ژوندانه خيالونه ؤ ، بلکه د يو روښانه او د تحقق وړ انتظارونه.

تير کال له خپلو ناخوالو سره جوخت ؤ، د ژمنو ماتول، له اعتماد څخه ناوړه استفاده، د حکومت د مشروعيت کړکيچ او وحشت چي سړي په خوله هم نه شي بيانولي.

په ايران کي واکمنانو د شخړه ايزو جمهوري ټاکنو سره په هر څه لاس پور کړ تر څو د خلک عام احتجاج پاي ته ورسوي. سوليزي مظاهري یی په خونړي توګه وټکولي، سياسي بنديانو سره یی ناوړه چلند وکړ، هغوي يی وربړول او ځيني حتي اعدام کړل. دا ټول د دي لامل وګرځيدل چي په تيرو مياشتو کي په سترو مظاهرو او لاريونونو باندي لاس پوري نه شی. په نتيجه کي د ټولني او دولت ترمنځ يو روغه جوړه وار په وار ناممکنه ګرځي.

د ديموکراسي او آزادي لپاره هيلي او ارمانونه د سوټي په زور نه ټکول کيږي، ټولنيزي ستونزي بايد له له ولس سره په ګډه په ريښه کي تشخيص او د حل لاره ورته ولټولي شي. خو د احمدي نژاد تر واکمني لاندي د ايران حکومت د دي کار خلاف عمل کوي. اقتصادي - سياسي نا سالمه اداره او د هغي په نتيجه کي کړکيچ او له کنترول څخه وتلي اداري فساد او اختلاس هغه نور مسايل دي چي خلک يي له حکومت څخه ناراضه کړي دي. حتي خپله محافظه پالان هم د احمدي نژاد د اقتصادي او سياسي سياست سره خوښ نه دي. د حکومت او د پارلمان تر منځ شخړه، کومه پټه خبره نور نه ده. سر بيره پر دي د بنديزونو د لګولو د سختولو نتايج او په ډيره ناوړه توګه پر بشري حقونو باندي د تيرو له امله د تهران پر رژيم باندي د نړيوالي ټولني فشارونه وار په وار زياتيږي.

يو کال تير شو. خو د هيلی او هوسا نفس ایستلو لپاره هيڅ نښه نښانه نه ليدله کيږي. د قدرت پر سره شخړه هسي دوام لري. هيڅوک نه پوهيږي چي دا به څومره دوام وکړي.

خو د ټولو زور زياتيواو په تيرو 12 مياشتو کي د بي حسابه وينو تويولو سره سره، د ايران ټولنه د ديموکراسي د هدف په لور يو ستر ګام مخکي شوي ده.

جمشيد فاروقي/ عبدالباري حکيم

کتونکی: احمد ولي اڅکزی