1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران سره اټومي شخړه په 2010 کال کښي نوي مرحلې ته رسيږي

۱۳۸۸ دی ۱۴, دوشنبه

د ايران په وړاندي دالتيماتوم تر تېرېدو دوې ورځي وروسته، اوس د امريکې په متحده ايالتونو کې - مثلاً د نيويارک ټايمز يوه گڼه کې - دا آوازې خپريږي، چې د کارپوهانو په اند، اوس تر بل هر وخت ددې چانس زيات شوی

https://p.dw.com/p/LJYS
انځور: ISNA

چې ايران د بنديزونو په مرسته سره له خپلو اتومي پروگرامونو څخه واړول شي . ايران اوس د خپلو داخلي لانجو او هم تخنيکي ستونځو له کبله، د بنديزونو د يوې بلي دورې په مقابل کې تر نور کله نه ډېر حساس برېښي . کوم څه چې سړی خيال کوي، بايد وويل شي چې : د نوو تدبيرونو موخه بايد پاسداران وي او د ايران انقلابي گارد، هغه چې نه يواځي د ايران د اسلامي جمهوريت ځانگړی ځواک دئ ، بلکه د اټومي چارو پروگرام هم د دوی تر ادارې لاندي دئ، او په ټوله نړۍ کې يې له شرکتونو او فابريکو سره يوه لويه شبکه جوړه کړېده، د کومي له لاري چې ايران د خپل اتومي پروگرام دپاره د اړتيا وړ برخي لاس ته وروړي .

د بنديزونو هدف بايد دا وي،چې پرې نه ږدي ايران اټومي وسلې جوړي کړی شي، که څه هم ايران تل دا ډاډ ورکړی چې د دې کار ليوال نه دئ او د ايران مشر محمود احمدي نژاد له عيسوي اختر څخه څو ورڅي مخکې پر بهرنيانو پورې وخندل او په ډاگه يې کړه چې ،

(که موږ کوم بم جوړول غوښتی، نو بيا به مو بيله دې چې ستاسيڅخه وډار شو، د هغه اعلان کړی وای .)

فليپ وروسته کاږي، اوس تهران بله لار اختيار کړيده : پر ځای د دې، چې ځان د خارجيانو، په تېره بيا لويديزوالو، تر فشار لاندي راولي، هڅه کوي، نوی کال له په اصطلاح خپل تعرض سره پيل کړي : دوی د مياشتي تر پايه پورې وخت ورکړی، چې د ايران اتومي وړانديزونه ومنل شي، او که نه نو، د بهرنيو چارو د وزير منوچهر متکي له قوله به دوی پخپل اختيار معامله کوي

د ايران د بهرنيو چارو د وزير منظور له هغو وړانديزونو څخه دئ، کوم چې د دوی حکومت څه لنډه مده مخکې، د تهران يوې اتومي بټۍ ته د سون د بڅرکو د برابرولو په منظور کړی وو . دا وړانديز بيا د هغو ژمنو پر بنسټ طرح شوی، چې په مني کې د ايران پلاوي په ژنيو کې، د اټومي انرژۍ د نړيوالي ادارې او هم د امريکې د متحده ايالتونو او نورو امنيتي ملگرو هېوادونو له استازو سره کړې دي . هلته ايران ته وړانديز شوی وو، چې د خپلو پخو يورانيمو يوه پر درېمه برخه، چې قريب 1,2 ټنه کيږي، روسيې ته ورکړي، تر څو هلته له معمولو په %3,5 برخې يورانيمو څخه په %20برخو ته صاف کړل شي . روسيه بيا هغه فرانسې ته وليږي، او هلته د سون په بڅرکو بدل کړل شي .

ايران له لږڅه سوچ وهلو وروسته وويل، تهران نه غواړي خپل غني يورانيم لاس په لاس کړي، بلکه غواړي هغه په مستقيم ډول سره د سون په بڅرکو بدل کړي . دا آلش کېدلی شي په ايران يا کوم بل هېواد کې تر سره شي . مثلا په ترکيه کې، څوک چې تل د منځگړيتوب رول لوبولو کوشش کوي .

فليپ / عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري