1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران له اتومي پروګرام سره د فرانسې شرطونه

شمس الرحمان/ ناصر۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د لیدني کتني پر مهال د ایران د اتومي پروګرام پر سر موافقې ته د رسیدو له پاره څلور شرطونه وړاندي کړي دي. د خبرو بل پړاو د نوومبر پر ۲۰ نېټه دی

https://p.dw.com/p/1AJK3
انځور: Reuters

د نومبر میاشتې پر ۱۷ نېټه فرانسوا اولاند له بنیامین نتانیاهو سره په« تل ابيب» کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال له ایران سره یوې دوامداري موافقې ته د رسیدولو له پاره څلور شرطونه مطرح کړي دي.

اولاند له ایران څخه غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې ته دې د خپلو ټولو اټومي تاسیساتو د څارنې اجازه ورکړي، د یورانیمو۲۰ سلنه غني کول دې ودروې، او د خپلو زيرمه شوو یورانیمو کچه دي را کښته کړي.

د اولاند په خبره له تهران سره یوې موافقې ته د رسیدلو له پاره څلورم شرط دا دی چې دغه هیواد باید د درنو اوبو د تاسیساتو جوړولو ته د پای ټکې کښېږدي.

له اسراییلو څخه د فرانسې ملاتړ

د فرانسې ولسمشر اسراییلو ته د خپل سفر په لومړي ورځ پر دې خبره باندي ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا پروګرام به ونه زغمي. نوموړي د ایران څخه د خپل ملاتړ په څرګندولو سره زیاته کړه:«دا چې ایران دي اټومې وسلې ولري، د اسراییلو، سیمې او ټولي نړۍ له پاره ګواښ دی.»

د خبرو اترو تيره دوره
د خبرو اترو تيره دورهانځور: Reuters/Jean-Christophe Bott

اولاند په زغرده وویل چې هیواد به يي اجازه ورنه کړي چې ایران دې په اتوم بمب سمبال شي. هغه زیاته کړه تر کومه وخته چې ایران خپل د اتوم بمب جوړولو پروګرامونو ته د پای ټکې نه کښېږدي، فشارونه او بندیزونه به همدا شان دوام ولري.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د اولاند د خبرو ستاینه وکړه او وې ویل هغه «اولاند» د اسراییلو واقعي دوست دی.

نتانیاهو، پر ایران د فشارونو په دوام د ټینګار کولو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې وکولای شې د «اسراییلو دوستان» په دې ډاډمن کړې، چې له ایران سره یوې«ښې موافقې» ته د رسیدو امکان شته.

د نتانیاهو په خبره، هغه ډیر سخت اندیښمن دی چې له ایران سره یوه موافقه به پر دغه هیواد لګیدلې بندیزونه را کم کړي، خو په مقابل کې به لوېدیځ هیڅ شې هم په لاس را نه وړي.

د ژنیو تر خبرو اترو دمخه«د یورانیمو پر غني کولو» باندي د ایران ټينګار

د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې ده چې د نړیوالي ټولني د ډاډمن کولو له پاره به اړین اقدامات ترسره کړي. له بلې خوا ایران د نړیوالو بندیزونو د لیري کولو غوښتنه کوي چې د دغه هیواد اقتصاد يې له بحران سره مخامخ کړی دی.

خو سره له دې هم د ایران د اسلامي جمهوريت چارواکې وايي چې له دغه هیواد څخه به د«یورانیمو د غني کولو حق» وا نه خیستل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د یکشنبې په ورځ له «ایسنا» خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل:«د یورانیمو د غني کولو حق په رسمیت پیزندلو ته اړتیا نه لري، ځکه دا هغه حق دی چې د) ان.پې. ټي ) پر اساس د ویشلو وړ نه دی او ټول هیوادونه باید هغه ته احترام وکړي.»

نوموړي زیاته کړه: «هیله مند یو چې دوی زموږ حق ته په درنه سترګه وګوري او هغه اقتصادي فشارونه يي چې پر موږ وارد دي ختم کړي. موږ په دې مسیر کې حرکت کوو.»

ټاکل شوې ده چې د نوومبر مياشتي پر۲۰ او ۲۱ باندي به په ژنیو کې د ایران او ۱+۵ هيوادونو چي امریکا، فرانسه، بریتانیا، روسیه، چین، او آلمان دي تر منځ د خبرواترو راتلونکی پړاو ترسره شي.