1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران له خوا د «اسرائيل د محوې» ګواښ په اړه غبرګونونه

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

د خامنه يي او نورو ايراني چارواکو، د اسرائيل او يهودي ضد څرګندونو پر ضد د نيوکو او غبرګونونو لړۍ ادامه لري. د آلمان دفاع وزيرې ويلي دي چې د «اسرائيل د محوې» په اړه د خامنه يي څرګندونې، نړيواله سوله او امن په خطر کې اچوي.

https://p.dw.com/p/3cbqD
Iran Demonstrationen gegen Israel am Al-Kuds-Tag in Teheran
انځور: picture alliance/dpa/V. Salemi

د ايران د مذهبي مشر آيت الله خامنه يي او د دغه هيواد د نورو لوړپوړو سياسي او پوځي چارواکو د اسرائيل ضد څرګندونو، د لويديځ د ډيرو سياستوالو غوسه راپارولې او د ايران پر رهبر باندې د شديدو نيوکو لړۍ ادامه لري.

د فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ (د می ۲۲مه) د آلمان د دفاع وزيرې، آنه ګرت کرمپ- کارن باوئر له قوله لیکلي دي چې د اسرائيل د محوه کولو په اړه د خامنه يي خبرې، د «موږ ټولو» له پاره سوله او امن په خطر کې اچوي او د اسرئيل امنيت د مذاکرې وړ نه دی.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هم د ايراني چارواکو دغه څرګندونې «له کرکې ډکې او د يهوديت ضد» بللي دي. هغه زياته کړې چې د ايران حکومتي مشران په ټويټر او نورو ټولنيزو رسنيو کې ځای نه لري.

 مايک پمپئو وايي: «موږ پوهيږو چې د خامنه يي له شره ډکې خبرې، د ايرانيانو د کلتور او پيرزوينو څخه استازيتوب نه کوي.» د سپينې ماڼۍ د امنيت شورا هم د پنجشبنې په ورځ د خامنه يي خبرې په ورته الفاظو په شدت سره وغندلې او په يوه پيغام کې يې وليکل: «موږ د خپلو اسرائيلي دوستانو تر څنګ ولاړ یو او د اسرائيل د ځان څخه د مطلقې دفاع حق، په رسميت پيژنو.»

د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست همغږی کونکي، جوزپ بورل هم د خامنه يي له خوا د اسرائيل خلاف خبرې، د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې ګواښ بللی. هغه د ايران د رهبر هغه پیغام ته غبرګون وښود چې د چهارشنبې په ورځ يې په فارسي، عربي او انګليسي ژبو پر ټويټر خپور کړی وو.

Iran Teheran | Ali Chamenei
خامنه يي ادعا کړې چې د «اسرائيل محوه» د يهوديانو د محوې په معنی نه دهانځور: Imago Images/Zuma Wire

خامنه يي په يو بل پيغام کې ليکلي چې هغه به د نړۍ په هر ګوډ کې له هر هغه ملت او ډلې څخه ملاتړ وکړي چې د «صهيونيستي رژيم» پر ضد وجنګيږي.

 بل خوا د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د خامنه يي دغو ګواښونو په اړه په ټويټر ليکلي: «هغه بايد پوه شي، چې هر هغه رژيم چې غواړي اسرائيل له منځه يوسي، له ورته خطر سره به مخ شي.»

دې سره په يو وخت کې د اسرائيل اکثره انټرنيټي ويب پاڼې تر سايبري حملو لاندې راغلي دي. ظاهرا داسې ښکاري چې دغه حملې د ايران له خوا رهبري شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس، د اسرائيلي رسنيو په حواله ليکي چې دغه حملې د پنجشنبې په ورځې وشوې چې په کې د څه باندې زرو شرکتونو، سازمانونو او ادارو ويب پاڼې هدف ګرځيدلي دي.

اسرائيلي چارواکو ويلي دي چې ايران هر کال د قُدس ورځو څخه د مخه دغه ډول حملې ترسره کوي. اسرائيل له خپلو اتباعو څخه غوښتنه کړې چې په ويب پاڼو کې پر هک شوو لینکونو باندې کليک ونه کړي. د کليک په صورت کې يوه داسې ويډيو راڅرګنديږي چې په کې د اسرائيل مختلف ښارونه د اور په سرو لمبو کې سوځي او ورسره ليکل شوي دي: «يوې لويې غافلګيرۍ ته چمتو واوسئ!»

که څه هم خامنه يي ادعا وکړه چې د «اسرائيل محوه» د يهوديانو د محوې په معنی نه ده، خو دغه عبارت او د اسرائيل د سوځيدلو ښارونو انځورونه، د ډيرو له پاره د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د يهوديانو عام وژنې وريادوي.

دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ن.ص