1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايران په شهريار ښار کې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي»

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

ايراني چارواکي تر اوسه هم په دغه هيواد کې په وروستيو اعتراضونو کې د وژل شوو کسانو د شمير په اړه څه نه وايي. ځينې ايراني سرچينې وايي چې يوازې د ايران په شهريار ښار کې له ۱۰۰ څخه زيات اعتراض کونکي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3U2If
Iran Teheran | Beerdigung von Pedram Jafari der bei Protesten getötet wurde
انځور: picture-alliance/abaca/Salampix

د کلمه په نوم د يوې ايرانۍ ويب پاڼې د رپوټ په حواله، په ايران کې د وروستيو اعتراضونو د ۱۵۶ تنو قربانيانو جسدونود بهشت زهرا په نوم غسلخانې ته استول دي او دغه راز ۸۰ نور جسدونه ولسواليو ته استول شوي دي.

دغې ويب پاڼې د نومبر په ۳۰مه د معتبرو منابعو له قوله خبر ورکړ چې د ايران په شهريار ښار کې اعتراض کونکي د امنيتي ځواکونو له خوا په پراخه کچه ځپل شوي دي. د دغه رپوټ په حواله يوازې په همدې ښار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

زياته شوې چې د ايران په رودهن سيمه کې هم ۱۶ تنه اعتراض کونکي د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

په رپوټ کې له مسئولو چارواکو او په ځانګړې توګه په پارلمان کې د دغو سيمو له استازو غوښتنه شوې چې د پيښې عاملان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې پر خلکو يې مخامخ ډزې کړي، خلکو ته وروپيژني او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

يادې ايرانۍ ويب پاڼې د پنجشنبې په ورځ د يوې «باخبره سرچينې» د څرګندونو په حواله، وويل چې په ايران کې د وژل شوو اعتراض کونکو مجموعي شمير ۳۶۶ تنو ته رسيدلی دی.

په ايران کې اعتراضونه د دولت له خوا د تيلو د بيې د لوړيدو په غبرګون کې کيږي. په داسې حال کې چې د دغو اعتراضونو دوه اوونۍ تيري شوې، خو لا هم د ايران حکومت د وژل شوو کسانو آمار نه دي خپاره کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان په ايران کې د وژل شوو اعتراض کونکو شمير لږ تر لږه ۱۶۱ تنه ښودلی دی، خو اټکل کوي چې واقعي شمير به له دې لوړ وي. دغه سازمان دويچه ويله ته ويلي دي چې دغه ارقام به په راتلونکو اوونيو کې بشپړ شي.