1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران پخوانی جمهور رئيس رفسنجاني ومړ

۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبه

د ايران پخوانی جمهور رئيس اکبر هاشمي رفسنجاني د يکشنبې ورځي په ماښام د ۸۲ کلنو په عمر تهران ته نژدې په يوه روغتون کي ومړ. د ايراني رسنيو د راپورونو له مخي پر هغه باندي د يکشنبې په ورځ د زړه حمله راغلې وه.

https://p.dw.com/p/2VUPY
Akbar Haschemi Rafsandschani
انځور: picture alliance/dpa/Photoshot/A. Halabisaz

د ايران د فارس خبري آژانس د راپور له مخي ډاکټرانو ۹۰ دقيقې تلاښ کړی وو چي د ايران پخوانی جمهور رئيس له دغي حملې وژغوري، خو بريالي نه سول.

رايراني رسنيو ويلي دي چي د هغه روغتون مخي ته چي رفسنجاني پکښې وفات سوی دئ په سونو ايرانيان راټول سوي دي. د ايران جمهور رئيس حسن روحاني او نورو سترو چارواکو هم خپل ځانونه ياد روغتون ته رسولي دي.

Iran Tod von Akbar Hashemi Rafsanjani
انځور: MIZAN

رفسنجاني په ۱۹۷۹م کال کي د ايران په اسلامي انقلاب کي ستره ونډه لرله. دغه انقلاب د ايران د شاه د سقوط سبب سو. رفسنجاني د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ ايښوونکي آيت الله روح الله خمينی نژدې ملګری وو. رفسنجاني د ۱۹۸۹ کال څخه تر ۱۹۹۷م کاله پوري د ايران جمهور رئيس وو.

هغه په ۲۰۰۵م کال کي هم ځان جمهوري رياست ته کانديد کړ، خو په دوهمه دوره کي احمدي نژاد انتخابات وګټل