1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايران پوله ساتونکو موږ هريرود ته واچولو»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د هرات والي وحید قتالي وايي د افغانستان خارجه وزارت، د ايراني ځواکونو لخوا د افغان مهاجرو د شکنجې او سيند ته غورځولو قضيې د څيړلو مسئوليت لري. يو عيني شاهد وايي چې په دغو مهاجرو کې يو شمير يې ۱۸ کلنۍ ته لا نه ول رسېدلي.

https://p.dw.com/p/3bmlj
Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
آرشيفانځور: DW/S. Tanha Shokran

د ايران او افغانستان پر پوله، سيند ته د افغان مهاجرو د غورځولو پيښه په نړيوالو رسنيو کي د خبرونو سرټکي گرځېدلې. ځايي رسنيو د می مياشتې په لومړۍ نيټه د ايران سرحدي ځواکونو له لورې د څه باندې ۵۰ تنو افغان کارګرو د نيولو خبر ورکړ چې غوښتل يې په غيرقانوني توګه د ایران خاورې ته داخل شي.

د دغو کسانو له ډلې څخه ۲۰ کلن عبدالله نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې ايراني عسکرو دوي په لغتو وهلو ډبلو دې ته اړ کړل چې د هريرود سيند له منځه بيرته افغانستان ته واوړي. له دې ډلې څخه تر ۳۰ زيات يې په اوبو کې لادرکه شول.

د هرات والي له خوا د ټويټري پيغام ردول  

د هرات والي «سيد وحيدالله قتالي» په نوم، د يکشنې په ورځ د يو ټويټري پيغام خپريدل خبر جوړنکی شو. په دغه پيغام کې راغلي دي: «زما خلک اسامه نه ول چې تاسو سيند ته واچول، يوه ورځ به د تصفيې حساب وکړو.» دغه پيغام د يادې پيښې په تړاو د الجزيرې او دويچه ويله فارسي رسنيو له خوا خپور شو.

خو د هرات والي د دوشنبې په ورځ دويچه ويله ته وويل چې دغه پيغام ده نه دی خپور کړی: «زه يوه د فيسبوک پاڼه لرم چې په هغې کې فعال يم. خو په ټويټر کې زما په نوم درې نورې پاڼې هم شته چې هيڅ يوه يې زما په اختيار کې نه ده. په ټويټر کې زما په نوم دغه خپور شوی پيغام، زما نظر نه دی او تاسو لومړنۍ رسنۍ يې چې درسره خبرې کوم.«

وحيد قتالي ټينګار وکړ چې وظيفه یې د دغې قضيې د روښانه کولو له پاره د بهرنيو چارو وزارت له خوا ټاکل شوي پلاوي سره مرسته کول ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت څخه ګران هيواد، دويچه ويله ته وويل: «وروسته له هغې چې د افغانستان حکومت له ايران سره پر پوله د دغې غميزې پيښې او د يو شمير افغان مهاجرو له وژل کيدو څخه خبر شو، په اړه يې تحقيقات پيل کړل.»

Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
«په موږ کې يوازې د څو تنو لامبو زده وه چې وې شو کړی له سيند هاخوا پورې وځي»انځور: DW/S. Tanha Shokran

ژغورل شوي کسان څه وايي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ټينګار وکړ چې ترڅنګ د دې چې دوی د دغې پيښې د څيړلو له پاره له ايراني چارواکو سره بحثونه کوي، يو پلاوی يې سيمې ته هم استولی تر څو له پيښې څخه ژغورل شوو کسانو سره خبرې وکړي.

له ژغورل شوو کسانو څخه يو يې ۱۷ کلن نعيم دی. هغه د دوشنبې په ورځ دويچه ويله ته وویل: «سرحدي ځواکونو موږ خواته ټوپکونه نيولي وو، هغوی موږ د ټوپکونو په کنداغونو وهلو او مجبور يې کړلو چې ځانونه اوبو ته واچوو. په موږ کې يوازې د څو تنو لامبو زده وه چې وې شو کړی له سيند هاخوا پورې وځي.»

نعيم وايي د دوی په ډله کې ډير داسې ځوانان هم ول چې عمرونه يې له اتلسو کلونو ښکته وو چې په سیند کې لادرکه شوي دي. د هريرود سيند د ايران او افغانستان پر ګډه پوله بهيږي چې د پسرلي په موسم کې يې اوبه ډيريږي.

اکثره مهاجر ورک دي

د هرات ولايتي شورا ويلي دي چې د افغان مهاجرو له دغې ډلې څخه يوازې ۱۲ تنه يې په دې بریالي شوي چې ځانونه وژغوري. په افغانستان کې ځايي چارواکي او د سيمې اوسیدونکی وایي چې د دغې څه باندې ۵۰ کسيزې ډلې اکثره غړي چې په هغو کې يو ۱۲ کلن هلک هم شامل دی، په سیند کې ورک شوي دي.

الجزيرې شبکې د هرات د ولايتي روغتون د رئيس، عارف جلالي، له قوله ليکلي دي: «۵ جسدونه روغتنون ته انتقال شوي دي. دوی په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شوي دي.»

يوې سرچينې دویچه ويله ته ويلي دي چې له اوبو څخه د اروښکل شوو جسدونو پر بدن باندې شنه داغونه ليدل شوي، خو لا روښانه نه ده چې دغه داغونه د وهلو ټکولو دي او که په اوبو کې ژوبل شوي دي.

Bildergalerie Afghanistan
د هريرود سيند د ايران او افغانستان پر ګډه پوله بهيږي چې د پسرلي په موسم کې يې اوبه ډيريږيانځور: Nasim Seyamak

 شيرآغا چې له دغې پيښې ژوندی وتلی، الجزيره شبکې ته وویل چې ايراني عسکرو ۵۷ کسان ونيول او بيا يې سيند ته واچول. د «ګلران» د سيمې اوسیدونکی نورمحمد چې غوښتل يې ايران ته د کار له پاره ولاړ شي رويټرز ته ويلي دي: «هغوی له وهلو ډبولو وروسته، موږ ټول هریرود سيند ته واچولو.»

ايران يې ردوي

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، د هريرود پيښې په اړه ټيڼګار کوي چې دغه افغانان د افغانستان په خاوره کې له دې پيښې سره مخ شوي دي. عباس موسوي، د «قربانيانو له کورنۍ سره د غمشريکۍ ويلو تر څنګ»، پر دې ټينګار کړی چې د ايران سرحدي ځواکونو د ايران په خاوره کې د هر ډول پيښې پيښيدل رد کړي دي. هغه په عين وخت کې په دې هکله له افغان چارواکو سره د همکارۍ خبره هم کړې ده.

په هرات کې د ايران قونسلګرۍ د ايران سرحدي ځواکونو له خوا د افغان مهاجرو کارګرانو د شکنجې او اوبو کې د ډوبولو خبره رد کړې ده. دغې قونسلګرۍ د شنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې حتی د ايراني ځواکونو له خوا د افغانانو نیولو خبره هم رد کړې وه.

ځينې افغان چارواکي وايي چې دا لومړی ځل نه دی چې د ايران سرحدي ځواکونه د افغان مهاجرو سره تاوتريخجن چلند کوي. يوې افغان سرچينې دويچه ويله ته ويلي دي په دې کې دومره شک نشته چې د ايران سرحدي ځواکونو افغان مهاجر سيند ته غورځولو ته مجبوره کړي دي.

په افغانستان کې د لسيزو جګړو، د بې کارۍ د لوړ ګراف او فقر له امله، هر کال په زرونو افغانان دې ته اړ کيږي چې د کار او مزدورۍ له پاره په غيرقانوني توګه د ايران خاورې ته واوړي.

دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ن.ز

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (16.05.2018):