1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران تيل وړونکې کښتۍ د جبل الطارق اوبو څخه ووته

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

د ايران تیل ليږدونکې ستره کښتۍ «ګريس ۱» چې نوم يې «آدريان دريا» ته اړول شوی، د جبل الطارق په اوبو کې تر ۴۵ ورځو توقيف وروسته خوشې شوه. په بريتانيا کې د ايران سفير هم دغه خبر تائيد کړی خو د کښتۍ د تلو مسير يې نه دی ښودلی.

https://p.dw.com/p/3O6xW
Spanien Gibraltar | In Adrian Darya 1 umbenannter Grace 1 Supertanker
انځور: Reuters/J. Nazca

د رپوټونو پر اساس د ايران دغه تيل وړونکې کښتۍ د جون مياشتې په څلورمه د جبل الطارق کښتيو د بريتانيا سمندري ځواکونو په مرسته توقيف کړې وه. اوس کښتې دغه سيمه پريښې او پر يوه نامعلوم لور یې حرکت پيل کړی دی. اوس داسې احتمالونه هم کيږي چې ايران دې هم د بريتانيا توقيف کړې کښتۍ «استينا ايمپرو» آزاده کړي وي.

د «ګريس ۱» په نوم ستره تيل وړونکې کښتۍ چې تر توقيف مخکې يې د پاناما بيرغ لاندې فعاليت درلود، له ايران څخه سوريې ته د تيلو د ليږد او د اروپايي اتحادېې د بنديزونو د نقضولو په تور توقيف شوې وه. ويل شوي چې دغې کښتۍ د يکشنبې په شپه ناوخته (څو دقيقې مخکې له نيمې شپې) له جبل الطارق اوبو څخه حرکت کړی دی.

د ايران تيل وړونکې «ګريس ۱» کښتۍ خپل نوم «آدريان دريا» ته اړولی دی او اوس مهال د ايران تر بيرغ لاندې خپل کار ته ادامه ورکوي. دغه کښتۍ په ظاهره کې په يوه سينگار پور میشته شرکت پورې تړاو لري. د ايران د سنمدري بندرونو د سازمان مرستيال، جليل اسلامي، د پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې د کښتۍ مالک د مهر خبري آژانس ته ويلي دي چې د دوی منزل به د «مديترانې سمندرګي بندرونه» وي.

 د آلمان د لومړي تلويزيوني شبکې ويب پاڼې «تاګس شاو» هم د دوشنبې په سهار وويل چې د آدريان دريا تيل وړونکې کښتۍ د جبل الطارق اوبو څخه حرکت کړی دی. تاګس شو دغه خبر د «مرين ترافيک» شرکت له قوله ورکړی کوم چې د کښتيو تگ راتگ د جي پي اس له لارې تعقيبوي.

په بريتانيا کې د ايران سفير حميد بعيدي نژاد هم دغه خبر تائيد کړی دی. هغه پر خپل ټيوټر ليکلي: «زه له همدې شيبې څخه دا تائيدوم چې د ايران تيل وړونکې کښتۍ په جبل الطارق اوبو کې تر ۴۵ ورځو توقيف وروسته، نړيوالو اوبو لور ته خپل حرکت پيل کړ.»

Öltanker Stena Impero
ستينا امپرو تيل وړنکې کښتۍانځور: picture-alliance/AP Photo/B. M. Karatzas

د ايران د خامو تيل وړونکې کښتۍ توقيفول د تهران او لندن تر منځ د ترنګلتيا د پيليدو لامل وګرځيد چې لا هم ادامه لري. تر دغه اقدام وروسته د ايران د سپاه پاسدران سمندري ځواکونو هم اعلان وکړ چې بريتانوي تيل وړونکې کښتۍ «ستينا امپرو» يې د نړيوالو قوانينو د نقضولو په دليل په هرمز تنګي کې توقيف کړې ده. دوی ويلي وو چې بريتانوي کښتۍ يې د ايران د هرمزګان ايالت د سمندري بندرونو سازمان په امر توقيف کړې ده.

ايراني ادارو د بريتانيا ستينا امپرو کښتۍ باندې تور لګولی وو چې د نړيوالو قوانيو خلاف لارو نه په تيريدو سره يې په هرمز تنګي کې د کښتيو د تگ راتگ په خطر کې اچولی او د نفتو د پاتې شونې په تخليه کولو سره په فارس خليج کې د چاپيريال د شديدي ککړتيا لامل ګرځيدلې ده.

خو د بريتانيا حکومت بيا ادعا کړې چې د دوی تيل وړونکې کښتۍ د عمان په اوبو کې وه او د ايران سپاه پاسداران ځواکونو هغه مجبوره کړې وه چې خپل مسير د ايران اوبو پر لور تغيير کړي.

دا چې په جبل الطارق کې د ايران توقيف شوې کښتۍ د کومو احتمالي توافقاتو په نتيجه کې خوشې شوې، په اړه يې کره څه نه دی خپاره شوي. د آلمان «تاګس شاو» ویب پاڼې د څارونکو له قوله ويلي دي چې د ګريس ۱ د خوشې کيدو وروسته ډير احتمال شته چې د بريتانيا استينا ايمپرو کښتۍ هم ډير ژر خوشې شي.