1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايساف الوتکه په ايران کي کښته شوه

عبدالباري حکيم / آژانس۱۳۹۳ شهریور ۱۵, شنبه

د تهران یو چارواکي ويلي دي چې یوه الوتکه چې له افغانستان څخه یې د امریکايانو په شمول ۱۰۰ تنه نور کسان د دوبې په لور لیږدول، د پرواز د یوې اشتباه له امله ورته امر وشو چې د ایران په جنوب کې کوزه شي.

https://p.dw.com/p/1D86X
انځور: picture-alliance/dpa

دا چې د واشنگتن او تهران تر منځ اړېکې د عادي کیدو پر مخ مزل لا ډیر اوږد او ستونزمن دی، نه یواځې په ژنیو کې د اتمي شخړې پر سر خبری اتري، بلکه د ایران په جنوب کې په ناڅاپي توگه د هغي الوتکې ناسته ښکاره کوي چی له افغانستان څخه د دوبۍ په لوره الوتله. دغې پیښې په امریکا متحده ایالاتو کې سمدلاسه غبرگون راوپاروه، خو قضیه ډير ژر حل شوه او الوتکې ته وروسته له څو ساعتونو بېرته اجازه ورکړل شوه چې د خپل اصلی هدف په لور والوزي.

د ایران د هوايي چارو د ادارې رئیس، محمد علي الخاني د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «مونږ وموندله چې د الوتنې د مسیر په هکله معلومات غلط ول او د دې لپاره چې ډاډه شو چې کومه ستونزه نه شته، نو مونږ له پیلوت څخه وغوښتل چې کښته شي.»

الوتکه په بندر عباس کي کښته سوه

امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د «دوبی فلای» په نامه د شرکت یو ه الوتکه د ایران په بندرعباس کې کښته شوی ده. هغوی وویل چې دغه الوتکه د افغانستان د بگرام له هوايي اډې څخه الوتلې وه او غوښتل ېې چې دوبۍ ته لاړه شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ډیر ژر د رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې ایران خپل جت جنگي الوتکې هوا ته الوزولي او نوموړې کرایه شوې الوتکه ېې کښته کیدو ته مجبوره کړې ده.

ایراني چارواکي، الخاني وویل چې د هوايي ډگر چارواکي نه پوهیدل چې په الوتکه کې امریکایان هم سپاره دي، خو له پیلوت څخه یی وغوښتل چې الوتکه کوزه کړي، ځکه هغه د ایران په هوايي قلمرو کې الوتله او د الوتنې د مسیر د معلوماتو په هکله ستونزه وه.


د ایران د هوايی چارو د ادارې رئیس، الخاني وویل: «مونږ له پیلوت څخه پوښتنې وکړې او د الوتنې د مسیر اسناد مو تر پلټنې لاندې ونیول.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، مري هارف، د ایران په یوه هوايي ډگر کې د نوموړې الوتکې د کښته کیدو خبر تصدیق کړ، خو وویل چې وروسته له څو ساعتونوالوتکې ته اجازه شوې ده چې بیرته د خپل ټاکلي ځای په لور والوزوي.


واشنگتن او تهران له څه د پاسه درې لسیزو را په دې خوا رسمي اړیکې نه لري. دغه اړېکې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب په تعقیب په تهران کې د متحده ایالاتو په سفارت باندي د هجوم او د امریکايي اتباعو د یرغمل نیولو له کړکیچ سره چې ۴۴۴ ورځې دوام وکړ، وشلیدلې.

«الوتکي ته خبرداری ورکړل شوی ؤ»

په تیرو میاشتو کې دغه دواړه هیوادونه د ایران د اټومي پروگرام د شخړې پر سر په ژنیو کې مخامخ خبرې اترې کوي، خو لا تراوسه د شخړې په حل کې د پرمختگ کومه نښه نښانه نه ده لیدل شوې. لویدیځ پر ایران تور لگوي چی د خپل هستوي پروگرام په ترځ کې د اټمې وسلو د جوړولو پلان لري، هغه څه چې تل د تهران له خوا رد شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې،هارف، CNN ته په خبرو کې یادونه وکړه: «مونږ نورد دغې قضیې په هکله څه نه لرو چې ترې یادونه وکړو. مونږ واقعا دا په بشپړه توگه یوه بیروکراتیکي قضیه گڼو.»

CNN رپوټ ورکړ چې الوتکې ته د ایراني چارواکو له خوا ویل شوي وه چې کښته شي او ورته خبرداری ورکړ شوو چې که چیرې دا امر ونه مني، نو د هغې د الوتنې مخه به ونیسي.»

دا تر اوسه پورې هم سمه روښانه نه ده چې د «فلای دوبی» په دغې الوتکه کې څوک سپاره ول، خو دفاعي چارواکو تصدیق کړې چې دغه الوتکه د ناتو تر مشرۍ لاندي په افغانستان کې د نړیوال امینتي مرستندوی ځواک، ایساف له خوا کرایه شوی وه.

د فرانس پرس د خبري آژانس په رپوټ کې چې له تهران څخه خپور شوی، راغلی دي چې دا هم تر اوسه څرگنده نه ده چې ایا د افغانستان له بگرام څخه په دغې الوتکې کی امریکایی سرتیري سپاره ول که نه.

خو چارواکو تصدیق کړی دی چې په الوتکه کې امریکایي اتباعو او د متحده ایالاتو د حکومت یو شمیر قراردادیان چې مختلف تابعتونه يې درلودل سپاره ول.