د ايشريشا کولي بکتريا، تر اوسه ۱۶ تنه وژلي
۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبهدغه بکتريا په آلمان او د اروپايي اتحاديې په نوروغړو هيوادونو کي دوې اونۍ د مخه دوو خپره او تر اوسه پوري يې 470 تنه انسانان ناروغه کړي او 16 تنه يي وژلي دي.
په لومړی سر کي المان ادعا کوله چي دغه بکتريا د هسپانيې په بادرنگو کي ده. خو اوس په بروکسل کي د عامي روغتيا کميساره وايي چي وروستيو طبي څيړنو ښودلي چي، په هسپانيوي ترکاريو کي د «ايشريشا کولي» بکتريا نه ده موندل سوې.
د اروپايي ټولني د کرهڼي او مالدارۍ د چارو کميساره، داسيان سيولوز، وايي چي اوس ددې تلاښ بايد وسي چي د مصرف کونکو اعتماد بيرته تر لاسه سي.
«زه فکر کوم چي اوس بايد يو پر بل انتقاد و نه کړو. تقريباًټول توليد کونکي هغه مقررات چي ټاکل شوي دي مراعاتوي. خو هغوی اوس د ناحقي ملامتيا له امله له سخت تاوانو سره مخامخ سوي دي.»
د اروپايي اتحاديې د دي ډاډ سره سره چي د هسپانيې په ترکاريو او سبو کي دايشريشا کولي بکتريا نه ده موندل سوې، روسيي د اروپايي اتحاديي له غړو هيوادونو څخه د ترکاريو او نورو سبو واردول بند کړي دي.
د اروپايي اتحاديې د عامي روغتيا کميسار دالي د «ايشريشا کولي» بکتريا ډيره خطرناکه بللې چي د ويني لرونکي اسهال لامل ګرځي. دغه بکتريا ذهرجن خصوصيت لري چي په کولمو کي لږ تر لږه درې ذهجرني حجرې جوړوي او د کولمو د التهاب سبب ګرځي.
ددغي اتحاديې د عامي روغتيا کميسار پر آلمان او د هغي اتحاديي پر نورو باندي ږغ کړی چي د نوموړي ميکروب منبع دي ژر تر ژره پيدا کړي.
کريستوف/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل