1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا د شمال په زلزله کې ۱۶ تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/154Xl

په ایټالیا کې سختې زلزلې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي، ۳۵۰ ئې ټپیان کړي دي او په زرگونو نور ئې بې کوره کړي دي. دا په دغه مياشت کښي د ايټاليا په شمال کښي د دوهمې سختې زلزلې بيلانس دئ.

په ایټالیا کې د سه شنبې د ورځې زلزله د رشتر په مقياس ۵،۸ درجې وه، او مرکز ئې د بولوګنا شاوخوا سیمې وې.