1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا د پارلماني ټاکنو پېچلی قانون

نسيم صابر( بيرند)۱۳۹۱ اسفند ۶, یکشنبه

د ايټاليا د ټاکنو قانون ډېر پېچلی دی. هيڅوک د پارلمان په دواړو خونو کې د چوکيو د وېش پر مېکانيزم سمدلاسه نه شي پوهېدلی. سربېره پر دې لا نه ده څرګنده چې د نن او سبا ورځې په ټاکنو کې به ګټونکی څوک وي.

https://p.dw.com/p/17ksF
Outgoing Prime Minister Mario Monti holds his election ballot before casting his vote at the polling station in Milan, February 24, 2013. Italians began voting on Sunday in one of the most closely watched elections in years, with markets nervous about whether it can produce a strong government to pull Italy out of recession and help resolve the euro zone debt crisis. REUTERS/Stefano Rellandini (ITALY - Tags: POLITICS ELECTIONS TPX IMAGES OF THE DAY BUSINESS)
Italien Premier Minister Mario Montiانځور: Reuters

په ولسي جرګه کې تر ټولو پياوړی ګوند د چوکيو بشپړ اکثريت تر لاسه کوي، که حتی يوازې۳۰ سلنه رايې هم ورکړل شوې وي. د مشرانو په جرګه کې چوکۍ د محلی ليستونو په واسطه وېشل کيږي.

«د ټاکنو د دغه قانون له کبله په لومړۍ خونه، يعنی ولسي جرګه کې ډېر ژر اکثريت تر لاسه کيږي. خو دوهمه خونه، يعنی د مشرانو جرګه داسي نه ده. دغه حالت کېدای شي د ټاکنو د ګټونکي پر حکومتي وړتيا باندي هم ژوري اغېزې ولري.»

دغه خبره په روم کې د آلمان د تاريخي انستيتوت د ايټاليې د چارو کارپوه، لوڅ کلينکهامر کوي. کله چې په مشرانو جرګه کې د ولسي جرګې په نسبت بل ډول سياسي اکثريت شکل ونيسي، نو د حکومت راتلونکی مشر اړ کيږي چې له ډېرو وړو ګوندونو سره خپل ائيتلاف جوړ کړي.

پخوانی لومړی وزير سيلويو برليسکوني
پخوانی لومړی وزير سيلويو برليسکونيانځور: Reuters

دا چې په پارلمان کې بيا تر شلو پوري ګوندونه شته، نو ائيتلاف هم کمزوری وي. د وروستيو نظرپوښتنو له مخې ډېر احتمال لري چې پيرلويجي بېرساني د يکشنبې او دوشنبې ورځو تر ټاکنو وروسته د ډېرو چپي ګوندونو په ملګرتيا دې ته اړ شي چې د حکومت له اوسني مشر، ماريو مونتي سره ائيتلاف رامنځ ته کړي.

د ايټاليا د چارو کارپوه، کلينکهامر اټکل کوي چې داسې يو ائيتلاف به يوازې ۶ تر ۱۲ مياشتو پورې دوام ولري. دا به بيا داسې حکومت نه وي چې اروپايي ټولنه او مالي بازارونه يې د پوروړې ايټاليا له پاره غواړي.

د ائيتلاف جوړولو پر سر سيالۍ د ۴۷ ميليونو مستحقو رايه ورکوونکو له پاره په زړه پورې نه دي. هر څلورم رايه ورکوونکی په وروستيو نظرپوښتنو کې ۱۴ ورځې مخکې ويلي ول چې نه پوهيږي چې آيا خپله رايه به کاروي، که څنګه؟

په روم کې د غاښو يو ډاکتر، مارکو سولاڅو وايي: «ډېر انسانان په ايټاليا کې ستړي دي او له سياستوالو کرکه لري. په وروستيو شلو کلونو کې هغوی ډېر کار نه دی کړی. هغوی يوازي خبري کولې. انسانان د نويو شيانو او بدلون په تمه دي.»

د نورو سياستوالو څخه بيا د بېپه ګريلو په نوم سړی فرق لري. دی د «پنځو ستورو» په نوم له خپل غورځنګ سره ډېر بريالی پر مخ روان دی. پخوانی د تلويزيون لوبغاړی او مسخره ګريلو، کېدای شي د نظرپوښتنو له مخې ۱۵سلنه رايې خپلې کي.

په دې ترتيب به دی تر سوسيال ديموکرات بېرساني او محافظه کار سياستوال سيلويو برلوسکوني وروسته درېيم پياوړی تن او له کارپوه لومړي وزير، مارکو ومنتي څخه حتی مخکې هم وي.

ګريلو په مسخرو او ښېرو سره چې يې د نورو سياستوالو په هکله کړې دي، په لسونو زره انسانان د ايټاليې په ښارونو کې راغونډ کړي ول.

کارپوهان هم وايي چې ۶۱ کلن ګريلو د ځوانانو او بې کاره منورينو په منځ کې ډېر محبوبيت لري او له نورو سياستوالو سره ډېر څرګند توپير هم لري، چې له کبله يې د ډېرو خلکو هيلي په ده پوري تړلي دي.