1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا په ټاکنو کې د عوامپالو بری

۱۳۹۶ اسفند ۱۴, دوشنبه

په ايټاليا کې د ټاکنو لومړي نتايج د ښی اړخه ناسيونالستانو د بريا وړاندوينه کوي. خو کين اړخه عوامپال پنځه ـ ستوري غورځنگ د قوي گوند په توگه راڅرگند شوی دی.

https://p.dw.com/p/2tiAQ
Italien Wahl 2018 | Kombibild Luigi Di Maio und Matteo Salvini

د پنځه ـ ستوري غورځنگ مخکښ کانديد لويجي دي مايو د ټاکنو تر مخه ويلي ول چې دغه شپه (د ټاکنو شپه) به په ايټاليا کې «گډوډي» رامنځته کړي. د هغه دا وړاندوينه سمه وه او څه چې یې غوښتل، هغه یې ترلاسه کړل. دوشنبه سهار (۲۰۱۸ م کال د مارچ ۵ نيټه) د «لا ستامپا» په نامه ورځپاڼې ليکلي: «دي مايو بریالی شوی ـ په ايټاليا کې د حکومت جوړول گرا ن دي»

د نتايجو پر اساس «پنځه ـ ستوري» د سنا مجلس کابو ۳۳ سلنه او د ولسي جرگې له پاره تقريباً ۳۲ سلنه رای په لاس راوړي دي. دا هغه څه دي چې تمه یې نه کيده. خو بيا هم د حکومت د جوړولو له پاره بسنه نه کوي. دې گوند د ائتلاف رامنځته کول هم تر اوسه په مطلق ډول رد کړي دي.

په روم کې د مايو يوه وياند پرون شپه وويل: «موږ د ټاکنو د نتايجو له امله ډير خوښ يو. خو اوس د يوه احتمالي ائتلاف په اړه څه ويل نه غواړو.»

د ښي اړخه پاپولستانو بری

زياتره رای د ښي اړخه عوامپالونکي په برخه شوي دي. عوامپالونکي گوند «فورزا» چې مشري یې سيلويو برلوسکوني کوي، د ښي اړخو تندلارو «ليگ» او د «نويو فاشتانو» دوو ډلو په شريکه سره ۳۶ سلنه رای اخيستي دي. خو دا هم د يوه حکومت د رامنځته کولو له پاره کفايت نه کوي.

Italien Wahlkampf 2018 | Luigi Di Maio
د پنځه ـ ستوري غورځنگ مشر لويجي دي ماتيوانځور: Reuters/C. de Luca

د روم د « LUISS » پوهنتون د سياسي علومو کارپوه گيانلوکا کومين په دې نظر دی چې د ښي اړخو له ډلې څخه به يوازې د «فورزا» معتدل گوند په ائتلاف کې د شامليدو وړتيا ولري. په دې توگه د سلويو برلوسکوني گوند له ماتې سره د مخ شويو سوسيال ديموکراتانو سره د يوه ائتلافي حکومت تصور کولای شي.

خو له دغه ۸۱ کلن ميلياردر سره به پر ائتلاف سربيره هم سوسيال ديموکراتان چې تر اوسه یې حکومت کاوه، اکثريت ونه لري. سوسيال ډيموکرات گوند ۲۰ سلنه رای اخيستي او په يوازې سر د حکومت کولو هيڅ چانس نه لري. په روم کې د گوند يوه وياند وويل چې دوی به په هرحال کې د اپوزيسيون برخه وگرځي.

د ښی اړخه افراطي «ليگ» پرمختگ

د «ليگ» د خارجيانو ضد مشر ماتيو سالويني چې د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په تقليد د «ايټاليا لومړۍ» شعار سره يې په ټاکنو کې برخه واخيسته، کولای شي د خپلې بريا جشن ونيسي. دغه گوند ۱۶ سلنه رای ترلاسه کړي دي. په دې سره دوی د برلوسکوني تر گوند مخکې شوي دي. خو د برلوسکوني د گوند يوه وياند وويل چې «فورزا» تر اوسه شکست نه دی خوړلی. هغه زياته کړه چې دوی د وروستيو نتايجو د اعلانيدو پر وخت د رايو د فيصدي د لوړيدو په تمه دي. ماتيو سالويني بيا ځان ته د نوي حکومت د مشر په سترگه گوري خو هيڅوک هم د نوموړي سره ائتلاف ته چمتو نه بريښي.

Italien Wahl 2018 | Protest gegen Berlusconi
د برلوسکوني پر ضد احتجاجانځور: picture alliance/AP Photo/L. Bruno

احتمالي سناريو: د کارپوهانو حکومت

د ايټاليا په رسنيو کې راڅرگنديدونکي مبصرين پر دې سره همنظره دي چې د پاپولستانو تر دې بري وروسته يوازې يوه معقوله او عملي لاره پاتيږي. د ائتلافي حکومت د جوړښت د خبرو اترو تر ناکاميدو وروسته، د ايټاليا ولسمشر ماتاريلا کولای شي د تکنوکراتانو يوه موقتي کابينه رامنځته کړي. دغه حکومت به بيا په يوه کال کې د نويو ټاکنو له پاره چمتووالی ونيسي او احتمالاً د ټاکنو پر هغه پيچلي سيسټم به له سره کتنه وکړي چې په اوسني وخت کې کوچنيو گوندونو ته زيات امتيازات ورکوي.

ايټاليا تر مخه هم دغه ډول حکومتونه لرلي دي. په وروستي ځل د ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳م کال پوري ددغي ډلي یوې کابينې د حکومت چارې پر مخ وړې. ايټاليا په ۷۲ کالونو کې ۶۴ حکومتونه درلودلي دي او خلک یې له حکومتي بحرانونو سره بلد دي.

Rigert )B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: