1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي انرژۍ د ادارې مشر ایران ته ورسید

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر ایران ته رسیدلی دﺉ چې د دغه هیواد له چارواکو سره په ایران کې له اټومي تأسیساتو څخه د لیدنې په اړه خبرې اترې وکړي. هغه به د ایران له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/14zLQ
انځور: AP

د اټومې انرژۍ د نړیوال سازمان مشر یوکیا امانو، د دوشنبې په ورځ تهران ته ورسید. هغه په عراق کې د ایران د اټومي پرام په اړه د یوه دوه ورځینۍ غونډې مخکې ایران ته رسیدلی دﺉ.

په پلان کې ده چې امانو به ایران ته پخپل کې سفر د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان له مشر عباس دواني، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي او د ایران د اټومي پروګرام له مذاکره کوونکي سعید جلیلی سره وویني.

امانو د ایران د اټومي پروګرام په هکله د تیرې اونۍ خبرو اترو ته په اشاره کولو سره وویل: «د اټومي انرژۍ د سازمان او ایران تر منځ وروستیو خبرو اترو ښې پایلې درلودلې.»

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر زیاته کړه: «زه په رښتیا فکر کوم چې د دې وخت رارسیدلی دﺉ چې اوس موږ یوه توافق ته سره ورسیږو... هیڅ څه هم قطعي نه دي، خو زه مثبت فکر کووم.»

د ایران د بهرنیو چارو له وزیر په هکله ویل شوي دي چې د امانو له سفر څخه ئې هرکلی کړی دئ او هغه ئې په نیک فال نیولی دئ. هغه همداراز دغه سفر د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان د اړیکو د ښه کولو له پاره یو ښه چانس بللی دئ.

د پغداد غونډه

د اټومی انرژۍ نړیوال سازمان هیله لري چې د ایران د اټومي پراگرام شخړه د داسې شرایطو له مخې حل شي چې په ترڅ کې ئې دغه سازمان وشي کولای د ایران له اټومي تأسیساتو څخه لیدنه وکړي. د متحده ایالاتو، فرانسې، انگلستان او المان په گډون غربي هیوادونه شک لري چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دئ. خو ایران تل وایي چې اټومي پروگرام ئې سوله ییز هدفونه لري.

ملگرو ملتونو د شپږو پریکړه لیکونو په تصویبولو سره د ایران اټومي پروگرام غندلی دئ. د دغو شپږو پریکړه لیکونو په ډله کې څلورو ئې د ایران پر وړاندې یو شمیر تحریمونه هم وضع کړي دي. په روان کال کې هم متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د ایران پر وړاندې یو شمیر تحریمونه وضع کړل.

د «جي اته» غړو هیوادونو د جمعې په ورځ په کمپ دیوید کې سره غونډه وکړه او د ایران د اټومي پروگرام په اړه ئې خپله انديښه څرگنده کړه. دغو هیوادونو له ایران څخه وغوښتل چې د بغداد په غونډه کې له رامنځ ته شوي فرصت څخه کار واخلي.

د «جې اته» هیوادونو په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، خبریالانو ته وویل: «زموږ هیله دا ده چې وکولای شو دغه مسئله له سوله ییزې لارې حل کړو چې د ایران ملي حاکمیت او په نړیواله ټولنه کې د دغه هیواد حقوقو ته درناوی وشي خو په عینې وخت کې خپل مسئولیتونه هم تأیید کړي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض