1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي تړون پرختميدو سربيره امريکا او روسيه هغه ته دوام ورکوي

۱۳۸۸ آذر ۱۵, یکشنبه

ددسمبرپر4 دستراتيژيکي اټومي وسلو دمحدودولود تړون« ستارت يو- START-1 » موده پايته ورسيدل ،اود امريکا اوروسيې لخوا لا تر اوسه پوري د هغه ورپسي تړون ندی لاسليک شوی .خو ډير ژر به هغه هم امضأ سی

https://p.dw.com/p/KrJT
د START-1 قرارداد په 1991 کال کښي د جورج بوش او ميخاييل ګورباچوف لخوا امضأ سوی ؤ
د START-1 قرارداد په 1991 کال کښي د جورج بوش او ميخاييل ګورباچوف لخوا امضأ سوی ؤانځور: picture-alliance / dpa

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس بارک اوباما اودروسيي جمهوررييسس ديمتري مدويديف ددسمبر دمياشتي پرڅلورمه نيټه دتلفوني خبرو په ترڅ کي په تاکيد سره ويلي دي چي : دنوي معاهدې ترکيدو پوري به د هماغه پخواني تړون پر اساس ګډکار وکړي. اوداخبره يي هم کړيده چي له هغه مهال ويش سره يي چي دورپسي تړون دکولو لپاره جوړ کړي وو، عمل ونسو کولای. کريملن دغه ګډ توضيحات په انترنت کي خپاره کړيدي .

پدې منځ کي امريکايي پلټونکو په روسيه کي دستارت يو تړون دمودي دپوره کيدو له امله خپل کار درولی دی .او20کسو کتونکو دروسيې دتوغنديو ستره اډه په وتکينسک کي خوشي کړيده .دا اډه له مسکو څخه تقريبا 600 کيلومتره ليري پرته ده .ډيری کتونکي دتړون په کيدوکي دځنډ راتلل ډيره مهمه خبره نه بولي .دروسيې دبهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي پدي اړه خبري اتري نژدې دي چي پای ته ورسيږي. همدغه ډول دنړيوال امنيتي مرکز مشر الکساي ارباتوف هم کومه انديښنه نده څرګنده کړې او ويلي يې دي .

داکومه غميزه نده .چي نوی تړون لا ندی لاسليک شوی. خودابه لوی ګوزار وي که فرضا د2010 کال دمې ترمياشتي پوري نوموړی تړون لاسليک نسي. ځکه چي هغه وخت داټومي وسلو دنه تيتولو غونډه جوړيږي اودهغه ټول ګډون کونکي ددې تړون انتظارباسي .

مدويديف هم غواړي چي داوباما په شان هلته دبې وسلې کولو دمهمو ګامونو له اخيستلو سره عرض اندام وکړي. پدې هکله چي داتمي وسلو دحمل کونکو توغنديو شمير بايده دي 1100ته راکم کړای شي ، پخوا موافقه شويده .اوداتمي خوليو شمير هم بايده دي له1675څخه زيات نوي، خو روسيه دامريکا دمتحده ايالتونو په پرتله داتمي وسلو دزيادتره لږولو هڅه کوي ،ځکه چي ددوی اتمي وسلې زړې شويدي اوبايد دنورو وسلو له منځه څخه وويستلي شي .سربيره پردې دوسلو دکنترول ټولي پوښتني هم لا حل شوي ندي .

مدويديف دتيري جمعي په ورځ په تاکيد سره ويلي دي چي دی دخبرو اترو دډيرژز پای ته رسيدو اراده لري .خو په راتلونکي اونۍ کي بارک اوباماته دنوبل دسولي دجايزي دورکول کيدو څخه پخوا به دبې وسلي کولو داتړون لاسليک نسي .خواحتمالا به يوه ورځ وروسته له هغه په پراګ کي دهغه لاسليک ممکن وي ، دچکانو دجمهوريت دتلويزيون دوينا له مخي روسي تلويزيوني کانالونوهلته مزي غځولي ، اودويزې درخواستونه يي هم کړيدي .

لاک سټیفان/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري