1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي وسلو د نه پراخولو تړون ته يوه کتنه

۱۳۸۸ دی ۱۵, سه‌شنبه

د اټومي وسلو د نه پراخولو تړون NPT په 1970 ميلادي کال کې رامنځ ته شو . هغه تر اوسه پوري د ملگرو ملتو د 193 غړو هېوادونو له جملې څخه د 189 هېوادونو له پارلمانونو څخه تېر شوی يا منل شوی هم دی

https://p.dw.com/p/LLMZ
انځور: AP Graphics

د اټومي وسلو د نه پراخولو تړون د وسلو د مخنيوي تر ټولو لوی تړون دئ . د لاسليک کوونکو هېوادونو له ډلي څخه 184 اټوم نه لرونکو ملکونو دا هم منلې ده، چې د زروي وسلو له لاس ته وروړلو څخه به ډډه کوي . د دې په بدله کې، له دوهمي نړيوالي جگړې څخه وروسته د اټومي ځواکونو په توگه پېژندل او منل شوو مملکتونو روسيې، د امريکې متحده ايالتونو، چين، فرانسې او انگلستان وپتيله، چې په صادقانه ډول سره به دا معامله سره کوي، چې يو د بې وسلې کولو بشپړ او تر سخت نړيوال کنترول لاندي نيول کېدونکی قرارداد منځ ته راولي .

خو نوموړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو تر اوسه پوري هغه کړې ژمنه نه ده تر سره کړې . او دا هغه نيوکي دي، چې له تړون کوونکو پاته 184 هېوادونو او ټولو هغو غيرحکومتي ټولنو څخه راپورته کيږي، کومي چې د اټومي بې وسلې کولو هلي ځلي کوي . په همدې ټکي باندي، د NPT د تړون څارونکي او هرو پنځو کالونو کې يو ځل کېدونکې وروستۍ غونډه ناکامه هم شوه، او ښايي چې د همدې روان کال د مۍ په مياشت کې نيويارک کې کېدونکې غونډه هم کومی نتيجې ته ونه رسيږي .

د اټومي وسلو د نه پراخولو د تړون ټول هېوادونه بيا دا حق لري، چې د انرژۍ لاس ته راوړلو په منظور اټومي ملکي پروگرامونو ته لاس واچوي . دوی دا وجيبه هم لري چې له اټومي پروگرامونو څخه په صلح سره د گټې اخيستلو د آسانتيا په منظور يو بل ته تجهيزات، مواد، علمي او تخنيکي معلومات هم ورکړي . د NPT د تړون څارنه د ويانا په ښار کې مېشته د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې IAEA پر غاړه ده . د NPT له تړون څخه هر هېواد کولی شي ووزي، خو درې مياشتي مخکې به خبر ورکوي . دا کار په 2005 ميلادي کال کې شمالي کوريا وکاوه، تر څو خپل پوځي اټومي پروگرام پرته د اټومي انرژۍ د نړيوالي ادارې له لاس وهني څخه سر ته ورسولی شي .

په نوموړي تړون کې تر اوسه پوري يواځي درې هېوادونه نه دي شامل، اسرائيل، پاکستان او هندوستان، کوم چې د 70 لسيزي له پای راهيسې تر اوسه پوري خپلی اټومي وسلې پراخوي . خو دا 3 هېوادونه بيا هم د هم هغه پنځو اټوم لرونکو هېوادونو ، په تېره بيا د امريکې د متحده ايالتونو او چين، په مرسته سره د اټومي وسلو څښتن شو ل . دوی د اټومي وسلو د نه پراخولو د تړون برخلاف کار کړی دئ . په 80لسيزه کې د ديکتاتور صدام حسين تر مشرتابه لاندي عراق کې د هستوي وسلو پروگرام هم د اټومي وسلو د نه پراخولو له تړون څخه د امريکې د متحده ايالتونو د سرغړوني نتيجه وه .

د NPT د تړون لاسليک کوونکو دوو نورو هېوادونو جنوبي افريکې او برازيل هم په تېرو 40 کالونو کې په پټه سره نظامي اټومي پروگرامونه پرمخ بيول، خو اوس يې له دې کار څخه لاس اخيستی او په پوره ډول سره د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې تر کنټرول لاندې دي . ايران، کوم چې له کالونو کالونو راهيسي په پټه سره د اټومي وسلو جوړولو کوشش کوي، يو له هغو هېوادونو څخه دئ، چې په هم هغه لومړي سر يعنی 1968 ميلادي کال کې يې د اټومي وسلو د پراختيا د مخنيوي تړون لاسليک کړی دی . خو اوس دا وېره راپورته شوې، چې کېدلی شي د خپلو اټومي پروگرامونو د انکشاف په منظور له نوموړي تړون څخه ووزي .

اندرياس څومخر/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري