1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اپل ارزښت نور هم لوړ سوی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د اپل کمپنۍ د اسهامو بیه تر بل هر وخت ډیره لوړه شوې ده. له دې سره نو دغه کمپنۍ په تاریخ کې د تر ټولو لوړ بيه شرکت لقب وگاټه.

https://p.dw.com/p/15tSi
انځور: dapd

د اپل کمپنۍ د اسهامو بيي د لوړیدو عامل د دې شرکت له خوا د نوو محصولاتو د خپریدو په اړه اوازې دي.

له دې سره نو د اپل کمپنۍ د مایکروسافت کمپنۍ د لوړي بيي ریکارد مات کړ. د سه شنبې په ورځ د اپل کمپنۍ د اسهامو بيه ۲،۳سلنه لوړه شوه او ۶۶۵ ډالرو ته ورسېده.

له دې سره نو د اپل کمپنۍ ارزښت ۶۲۲ میلیاردو ډالرو ته ورسېد. تر دې دمخه د تر ټولو لوړي بيي شرکت د مایکروسافت شرکت وو، چې په ۱۹۹۹ کال کې ئې ارزښت ۶۱۹ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی وو.

تر دې دمخه د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشت کې د اپل کمپنۍ د یوه سهم ارزښت ۳۶۳ ډالره وو. د اپل کمپنۍ د اسهامو بیې د جمعې په ورځ لوړي شوې. پانگوال او بانکلرونکي وړاند وینه کوي، چې په روان کال کي کله چي د اپل کمپنۍ خپل نوي محصولات بازار ته وړاندي کړي ددې کمپنۍ د يوه سهم ارزښت به تر ۹۰۰ ډالرو پوري ورسيږي.

کارپوهان په دې نظر دي چې د اپل کمپنۍ کیدای شي چې خپل وروستی محصول Iphone5 د سپتمبر په میاشت کې اعلان کړي. په نړیوالو مارکیټونو کې له ډیر وخت راهیسې د دغه تلیفونو انتظار کیږي.

کارپوهان همداراز وايي چې د اپل کمپنۍ اوس د Ipad پر یوه کوچني ماډل باندي هم کار کوي. د دې دوو محصولاتو تر څنگ ښايي دغه کمپنۍ یو نوی محصول چې iTV نومیږي هم بازار ته وړاندي کړي.

د اپل کمپنۍ بنسټ ایښوونکی ستیف جابس نزدې میاشتي دمخه د سرطان له ناروغيه ومړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل