1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکوادرو او امريکا سياسي رسۍ کشي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۷, جمعه

د اکوادور ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې لا تر اوسه پورې د امریکا د استخباراتي سازمان پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، سياسي پنا نه ده ورکړې. د سنودن له کبله د امریکا او اکوادور تر منځ اړیکې لا ترینګلې شوې دي.

https://p.dw.com/p/18xsE
Ecuadorean President Rafael Correa speaks to the foreign press at the Carondelet presidential palace in Quito on February 20, 2013. During the meeting Correa informed he is planning to visit ailing Venezuelan President Hugo Chavez who on Monday returned to Caracas from a two-month trip to Cuba for cancer treatment. AFP PHOTO/RODRIGO BUENDIA (Photo credit should read RODRIGO BUENDIA/AFP/Getty Images)
Rafael Correaانځور: Rodrigo Buendia/AFP/Getty Images

د اکوادور چپي حکومت له امریکا متحده ایالاتو سره د یوه سوداګري تړون له لاسلیکولو انکار کړی دی او ویلي یې دي چې امریکا د دغه تړون له لارې د سنودن په موضوع کې پر اکوادور باندې فشار اچاوه.

که څه هم د اکوادور ولسمشر د سنودن ملاتړ اعلان کړ، خو هغه رپوټونه يې رد کړل چې سنودن ته یې داسې اسناد ورکړي دي چې هغه یې په واسطه سفر کولای شي. د اکوادور چارواکو ویلي دي چې تر هغه وخته پورې چې سنودن اکوادور ته نه وي رسیدلي، دغه هیواد یې د سیاسي پناغوښتنې چارې پر مخ نه شي بیولای.

د اکوادور ولسمشر رافیل کورسیا، په دې اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل: «آیا سنودن ته به اجازه ورکړل شي چې د اکوادور خاورې ته راننوځي؟ دا هغه څه دي چې موږ یې لا تر اوسه پورې په اړه پریکړه نه ده کړې.»

ښاغلي کورسیا روښانه کړه چې په روسيه کې د اکوادور سفیر د دوشنبې په ورځ یوازې یو وار له سنودن سره لیدلي دي. هغه ټینګار وکړ چې تر دې وروسته اکوادور له سنودن سره اړیکه نه ده نیولې. هغه وویل: «موږ به دا موضوع وڅیړو. خو اوس خو هغه [سنودن] په روسيه کي دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ویکیلیکس د انترنتي پاڼې بنسټ ایښودونکي جولین اسانج، ویلي ول چې اکوادور سنودن ته د ګډوالو اسناد ورکړي دي چې هغه یې په واسطه سفر کولای شي. اسانج پخپله هم په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پنا اخیستې ده.

دا په داسې حال ده چې یوې امریکایي رسنۍ په خپله انترنیت پاڼه کې داسې یو سند خپور کړی دی چې پر سر یې د اکوادور هیواد نوم لیکل شوی دی او پکې له نورو هیوادونو څخه غوښتل شوي دي چې د دغه سند حملوونکي ته اجازه ورکړي چې اکوادور ته سفر وکړي.

خو کورسیا ویلي چې لا تراوسه پورې هیواد يې د سنودن د پناغوښتنه نه ده څیړلې. هغه وویل: «یو سړی هغه وخت په یوه هیواد کې سیاسي پنا غوښتلا شي، چې هغه هیواد ته ورسیږي. سنودن لا تر اوسه پورې اکوادور ته نه دی رسیدلی نو له تخنیتکي لحاظه موږ د هغه د پناغوښتنې چارې پر مخ نه شو بیولی.»

تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو د سوندن پاسپورت باطل اعلان کړی وو. خو پر دې سربیره هم سنودن وشو کولای چې له هانګ کانګه مسکو ته سفر وکړي. امریکا اوس د سنودن د نیولو هڅې کوي. د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې دغه پخواني کارکوونکي، تر دې مخکې د امریکا د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارنیز پروګرام په اړه د ګاردین له ورځپانې سره معلومات شریک کړي ول.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پاتریک وینتریل، ویلي دي چې که اکوادور سنودن ته سیاسي پنا ورکړي، نو دغه موضوع به د دواړو هیوادونو اړیکې له ستونزو سره مخامخ کړي. هغه ویلي دي: «که هغوی [اکوادور] دغه اقدام وکړي، نو دا به ډیر منفي عواقب ولري.»

خو امریکايي چارواکو پر دې خبره باندې هم ټینگار کړی دی چې هغوی له اکوادور سره له سوداگریز ټړون څخه د فشار د وسیلې په توگه کار نه اخلي. وینتریل ویلي دي چې امریکا اوس هم غواړي له اکوادور سره خپلې سوداگریزې اړیکې وساتي.

اوس امریکا او اکوادور یو سوداگریز تړون لري چې له مخې يې یو شمیر اکوادوري مواد امریکا ته رسیږي. دغه تړون د روان کال د جولای میاشتې پر ۳۱ نیټه پای ته رسیږي نو له دې کبله یې باید د امریکا کانگرس یو ځل بیا تمدید کړي. خو کارپوهان په دې نظر دي چې که اکوادور سنودن ته سیاسي پنا ورکړي نو ښايي د امریکا کانگرس دغه تړون تمدید نه کړي. اوس امریکا له اکوادور څخه هر کال د نهو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداگریز مواد رانیسي.