1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایبولا پر ضد مبارزې بېړنی پلان جوړ سو

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۰, جمعه

د روغتیا نړیوال سازمان او د سویلي افریقا ولسمشران د ایبولا پر ضد یو ۱۰۰ میلیونه ډالري کمپاين پيل کړی دی. د دغه وایروس د خپریدو له کبله په وروستیو میاشتو کې ۷۰۰ انسانان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CnTA
انځور: Cellou Binani/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو دغه سازمان د پنجشنبي په ورځ اعلان وکړ چې د ایبولا وایروس د خپریدو د بې ساري څپې پر وړاندي یې یو پلان جوړ کړی دی. دغه وایروس د روان کال له فبروري میاشتي راهیسي په سویلي افریقا کې ۷۲۹ کسان وژلي دي او ۱۳۲۳ تنه نور په اخته دي.

پلان شوې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان مشره مارگریت چن، د سویلي افریقا له ولسمشرانو سره وویني. چن ویلي دي: «د ایبولا د خپریدو کچه او د هغه له کبله رامنځ ته شوي گواښونه د دې اړتیا رامنځ ته کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان، گینا، لایبریا او سيرالیون هيوادونه د دغه وایروس پر وړاندي د خپلو اقداماتو کچه لوړه کړي. دا لا ډیرو منابعو، روغتیایي تخصص، سیمه ییز چمتوالي او همغږۍ ته اړتیا لري.»

بېړنی پلان

د نوي پلان له مخي د ایبولا پر وړاندي مبارزه که به په سونو نورو کارکوونکو ته اړتیا وي، چې په سیمه کې پر روغتیايي کارکوونکو باندي فشارونه راکم کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د دې موضوع له اعلانولو سره له مرستندویه هیوادونو څخه وغوښتل چې سیمي ته لا ډیر ډاکټران، نرسان او نور کارکوونکي واستوي.

په نوي پلان کې پر دې موضوع باندي تمرکز شوی دی چې پولي په لا موثر ډول وڅارل شي، څو ایبولا نورو هیوادونو ته خپره نه شي. پر دې سربیره د روغتیایي کارکوونکو ساتنه او خلکو ته د ایبولا په اړه د لا ډیرو معلوماتو رسول هم د نوي پلان برخه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند پاول گاروود، وویل: «دغه پلان نوي اړتیاوي رامنځ ته کوي چې د ایبولا وایروس د خپریدو پر وړاندي په ټولو هیوادونو کې تدابیر رامنځ ته شي. په عین حال کې باید په گاونډیو هیوادونو کې هم د دغه وایروس پر وړاندي چمتوالی ډیر شي.» گاروود زیاته کړه: «دغه هیوادونه لا ډیرو معلوماتو او د وایروس د خپریدو د مخنیوي له پاره لا ډیرو تدابیرو ته اړتیا لري.»

د سفر کولو په اړه خبرتیا

د ایبولا وایروس خپریدو د امریکا متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ دې ته اړ کړ چې گینا، لایبریا او سیرالیون ته د سفر کولو په اړه یوه خبرتیا خپره کړي. د امریکا متحده ایالاتو «د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونو» له ادارې څخه تام فریدن وویل چې دغه وایروس دې سیمو ته د تلونکو له پاره احتمالي گواښ رامنځ ته کوي. سیرالیون د پنجشنبې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ او په ایبولا ناروغۍ باندي اخته کسان یې قرنطین کړل.

که یو کس په ایبولا وایروس باندي اخته شي نو په ۹۰ سلنه پیښو کې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي، په وروستۍ څپه کې په دې وایروس باندي اخته ۶۰ سلنه کسان مړه شوي دي.