1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اټومي پروگرام په اړه خبرې اترې مهم پړاو ته رسیدلي

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

له ایران سره د اټومي لانجې پر سر یوې موافقې ته د رسیدو ستونزمنې خبرې اترې باید یوې نتیجې ته ورسیږي. د یو شمیر مشهورو ایراني کارپوهانو په اند بیا به نو په دغه هیواد کې د بشري حقونو په وضعیت کې هم ښه والې رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/1FoNd
انځور: Isna


د ایران د اتومي پروگرام په سر د دولسو کالو راهیسې لانجه روانه ده. د روانې میاشتې تر پای پورې په اصطلاح د ۵+۱ ډلې یعني د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او آلمان، لا وخت لري څو د هغه تړون چوکاټ بشپړ کړي چې درې میاشتې مخکې یې په هلکه پریکړه شوې وه.

نړیواله ټولنه باید مطمئنه شي چې ایران خپل اتومي پروگرام د سوله ییزو موخو له پاره کاروي. لویدیځ غواړي چې ایران باید اټومي وسلې جوړې نه کړي او تهران بیا په خپل وار سره د هغو هر اړخیزو بندیزونو چې د کالو راهیسې یې د دغه هیواد اقتصاد تر فشار لاندې نیولې، د لغوه کولو هیله لري

دری ورځې وروسته ټاکل شوې معیاد پای ته رسیږي

په داسې حال کې چې د ایران د اټومي پروگرام پر سر د خبرو اترو د ټاکل شوې مودې ختمیدو ته ۳ ورځې پاته دي، د ایران او د ۵+۱ هیوادونو استازي اوس هم په دې لار کې د ډيرو ستونزو او خنډونو څخه خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په خبرو اترو کې د گډون په موخه د ویانا پر لور خوځيدلی دی.


د خبرو اترو له پاره د ایراني هيئت مشر عباس عراقچي د ایراني تلویزیون سره د خبرو اترو پر وخت وویل: « په ځينو مواردو کې لا جدي اختلافانو باقي پاتی دي چې د خبرو اترو د پرمختگ مخه نیسي. دا په داسې حال کې ده چې په ځينو نورو برخو کې مو بیا ښه پرمختگ کړې دی. خو په ټوله کې خبرې اترې ډیرې ورو پر مخ روانې دي.»


عراقچي همدا راز زیاته کړه چې د هوکړه لیک پر اصلي متن کار ښه پرمخ تللې خو د توافق د ځينو ضمیمو د برخې کار د سختۍ او سستۍ سره مخ دی.عراقچي همدا راز ټینگار وکړ: « ځينې داسې موضوعات لا پاته دي چې د کیفیت له لحاظه ډير اهمیت لري.هغه موضوگانې حل شوې دي چې دومره ډیر مهم نه گڼل کیږي.»

عراقچې همدارنگه د خبرو اترو د مودي غزولو د احتمال په هکله پر دې خبرې ټینگار وکړ چې د تمدید خبره تر اوسه پوری مونږ ته مطرحه نه ده او کوښښ کوو چې تر ټاکل شوې مهلت پوری یوې نتیجې ته ورسیږو.

Iran Atom Archiv 20.01.2014 Natanz
انځور: Kazem Ghane/AFP/Getty Images

مخکې تر دې ایراني لوري اعلان کړی وو چې دوی د یوې« ښې موافقې» په لټه کې دي او د وخت پورې تړلي نه دي.

په ویانا کې یوه لویدیځ دیپلومات د نوم پټ ساتلو په شرط فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي. چې د ایران اټومي تاسیساتو ته د لاس رسي موضوع او د دغو تاسیساتو د پخوانیو فعالیتونو د جزویاتو په هکله ړونتیا تر یوې اندازې اختلافي مساله ده.

د دغه دیپلومات په خبره د دغو خبرو اترو مخې ته یو بل خنډ د بندیزونو لیري کول او د هغې د وخت په هکله اختلاف نظر دی. دغه دیپلومات همدارنگه ټينگار وکړ چې امکان لري په ټاکل شوې موده کې یوه موافقه رامنځته نه شي او د خبرو اترو وخت یو وار بیا وغزول شي.

په عین وخت کې دغه چارواکي ټینگار وکړ چې دواړه اړخونه کوښښ کوي تر ټاکل شوې نیټې پورې یوې نتیجې ته ورسیږي.


ایران غواړي چې د ملکرو ملتونو، امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو بندیزونه په یو وار لغوه شي. د۱+۵ هیوادونه د ایران له دغې غوښتنې سره موافقه نه لري. دوی د ایران اټومي تاسیساتو ته د لازیات لاسرسي او د دغو تاسیساتو د تیرو فعالیتونو په برخه کې د شفافیت غوښتونکي دي.


له بلې خوا په ایران کې د مدني ټولنو استازي یوې موافقې ته د رسیدو هیله لري. دا د هغې یوې نظرسنجې پایله ده چې د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو، هنرمندانو او کارپوهانو له خوا « په ایران کې د بشري حقونو د نړیوال کمپائن» له طریقه په لاره اچول شوې وو.

د دغې نظر سنجې ټول ۲۸ ترسره کونکو د ایران د سياسي نظام په هکله انتقادي نظر درلود او یو شمیر له دوی څخه حتی بندیان شوې هم دي.