1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د ناکراریو پر سر د امنیت شورا تقسیم شوې

۱۳۹۶ دی ۱۶, شنبه

ایران ملګرو ملتونو ته ویلي چې داسې «کره شواهد» لري چې د دې ښکارندويي کوي چې په ایران کې لاریونونه له بهر څخه رهبري کیدل. روسیې بیا دغې ناستې ته ویلي چې ایران ته اجازه ورکړل شي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

https://p.dw.com/p/2qQbs
USA New York UN Sicherheitsrat Treffen zu Iran
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Altaffer

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۶مه نېټه) د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ایران کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د حکومت ضد لاریونونو د موضوع پر سر د بحث له پاره عاجله غونډه ترسره کړه.

د امنیت شورا دغه غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه خو د روسیې، فرانسې او بولیفیا د مقاومت سربیره متحده ایالاتو وکولی شول چې له دې ناستې وروسته دوهمه ناسته پرانیستې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیره نیکي هالي استدلال کوو چې د ایران احتجاجونه چې په لومړي سر کې د حکومت ضد او بیا وروسته په تهران کې د چارواکو له پاره ترسره شول، کولی شي چې سوریې ته ورته [په ایران کې] یو پراخ کشمکش ته شدت ور په برخه کړي.

هالي وویل چې: «خپلواکي او بشري حیثیت نه شي کیدلی چې له سولې او امنیت څخه بیل شي. ایراني رژیم ته خبرداری ورکړل شوی: نړۍ به ویني چې تاسې څه کوئ.»

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ بیا په ایران کې [د لاریونونو په ترڅ کې] د زورزیاتي او یا هم ورانکارو کارونو د ترسره کولو غوښتنه ونه کړه، خو ویلي یې وو چې د ایران خلکو د دې له پاره درناوی چې له خپل فاسد حکومت څخه بیرته [حساب] اخلي. نوموړي په دې ټویټ کې همدا راز په یوه مناسب وخت کې امریکا متحده ایالاتو د ښه ملاتړ ژمنه هم کړې وه.

ایران: اجتجاجونه «په ښکاره توګه له بهر څخه رهبري کیدل»

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو وویل چې د هغه حکومت داسې کره شواهد لري چې د دې ښکارندويي کوي چې دغه احتجاجونه له بهر څخه رهبري کیدل. نوموړي همدا راز وویل چې د امریکا متحده ایالات د شورا د دایمي غړي په توګه د فشار واردولو له لارې له خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخلي.

Iran - Proteste
ایران تور پورې کړی چې دغه لاریونونه د بهرنیو دښمانانو په لمڅون شويانځور: Getty Images/AFP/Str

خوشرو په دې هکله وویل چې له بده مرغه د شورا د ځینو غړو د مقاومت باوجود، د امریکا د اوسنۍ ادارې لخوا پر دغه راز موضوع باندې د ناستې را بلل کوم چې د [ملګرو ملتونو] له منشور سره سر نه خوري، دغې شورا په دې توګه د امریکا متحده ایالاتو اوسنۍ ادارې ته اجازه ورکړې چې ناوړه ګټه ترې پورته کړي.

روسیې او فرانسې هم ورته استدلال درلود چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له خوا پر دغه موضوع بحث ډیر ژر وشو. په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیر فرانسوا دیلیتر وویل چې که څه هم د ایران په کوڅو کې د زور زیاتي د پیښو له امله هغه د خبردارۍ حالت ته راغلی، خو دوی [لاریونونو] سولې او امنیت ته کوم نړیوال تهدید نه رامنځ ته کوو او په دې ترتیب د امنیت شورا له پاره مهمه موضوع نه وه.

په عین وخت کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا بیا وویل چې متحده ایالات د بیړنۍ ناستې په رابللو سره د امنیت شورا له موقفه ناوړه استفاده کوي. نیبینزیا وویل چې په موږ خامخا د احتجاجونو په پایله کې چې سوله ایز نه وو، د مرګونو له امله پښیمانه یو. خو بیا هم ایران پریږدې چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

د نیبینزیا څرګندونو د مسکو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سیرګيي رابکوف د څرګندونو تکرار وو. نوموړي چارواکي تر دې مخکې په متحده ایالاتو تور پورې کړی وو چې په «بې شرمانه ډول» په داسې یو حالت کې لاس وهنه کوي کوم چې په ټوله معنی د ایران ملي [داخلي] اندیښنه ده.

په ایران کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د حکومت ضد احتجاجونو چې د دسمبر میاشتې په ۲۸ نیټه پیل شول، ۲۱ کسان چې زیاتره یې لاریونو کوونکي دي، وژل شوي او سلګونه نور بیا نیول شوي دي.

د ایران د احتجاجونو ځینې انځورونه زموږ له آرشیف څخه: