1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پر اتومې شخړې موافقه وشوه

عبدالباري حکیم «آژانسونه»۱۳۹۴ فروردین ۱۴, جمعه

له ایران سره په اتومي شخړه کې یو توافق تر لاسه شو. ایران په خپل اتومي پروگرام کې محدودیت ومانه، په بدل کې لویدیځ بندیزونه لیری کوي. په تهران کې خلکو په لمانځنو لاس پورې کړی دی.

https://p.dw.com/p/1F2IQ
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د ایران د اتومي شخرې په هکله د سویس د لوزان په ښار کې د څو ورځو را په دی خوا له ستونزمنو خبرو ترو څخه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، خبریالانو ته وویل: «موږ د هر پلاوي له زیار څخه چې په دې برخه کې یې تر سره کړ، مننه کوو. موږ یو ډير مهم کار تر سره کړ. موږ لاس ته راړونې درلودې. موږ پرمختگ وکړ.»

د ملگرو ملتو د امنیت د شورا پنځو دايمي غړي امریکا متحده ایالات، روسیه، فرانسه او بریتانیا او دغه راز آلمان له ایران سره د اتومي شخړې د پای ته رسولو له پاره یوې بنسټيزې روغې جحوړې ته ورسیدل. د دغې موافقې غټ ټکې دا دی چې ایران به په خپل اتومي پروگرام کې محدودیتونه مني او په بدل کې به امریکا متحده ایالات او د اروپا اتحادیه په بشپړه توگه د ایران پر ضد بندیزونه لیرې کوي. په دې موخه به د جون تر ۳۰مې نیټې پورې د یوه هر اړخیز تړون مسوده جوړيږي او د تصویب له پاره چمتو کیږي. د دغو ټولو هڅو هدف دا دی چی ایران ونه شي کولای چې د اتومي بم جوړولو ته لاس رسی پیدا کړي. د ایران اسلامي جمهوري د بندیزونو له لیری کولو سره د اقتصادي خوځښت له پاره هیله من دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، وویل: «کله چې موږ خپل توافق شوي اقدمات وکړو بیا به د ایران د اسلامي جمهوري پر ضد هیڅ ډول بندیز پاتې نه شي. زه فکر کوم چې دا یو ډير مهم قدم مخ په وړاندی دی. موږ یوه دوره پای ته ورسوله چې د هیچا په گټه نه وه. زه هیله من یم چې د دې پروسې په پای کې موږ ښکاره کړو چې ستونزی یوازې د دیالوگ او خبرو اترو له لاری حل کولای شوو، افق پرانیځو او مخ پر وړاندې گام ږدو.»

۲۵ کاله کنترول

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتایمایر، چې د پنځو اتومي قدرتونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر څنگ یی د لوزان په خبرو اترو کې گډون درلود وویل چې ایران «مکلف شوی دی چې اجازه ورکړي ترڅو د دغه هیواد د هستوي شتمن کولو پروگرام تر ۲۵ کلونو پورې په منظم ډول د یو څو پړاویز سیستم له مخې کنترول کړای شي». شتاین مایر زیاته کړه چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې تهران باید د خپل اوسني هستوي شتمن کولو ظرفیت څه د پاسه دوه پر دریمه برخه په ټپه ودروي او په یورانیم د شتمن کړای شویو موادو ۹۵ سلنه نري کړي او یا يې بهر ته واستوي.»

څرنگه چې په لوزان کې د نوموړې موافقې په هکله نوره هم رڼا وچوله شوه، ایران د یورانیمو د شتمن کوبلو له پاره د خپلو ۱۹ زرو اوسنیو سنتریفیوجونو څخه یوازې ۶ زره یی ساتلی شي. د یورانیم له شتمن کولو پروگرام څخه کیدای شي سړی د اتومي وسلو او یا هم د انرژ ی تولید او ملکي اهدافو له پاره کار واخلي. په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د هستوي پروگرام په برخه کې د شتمن کولو او دغه راز د څیړونو په مقصد ایران ته یوه محدوده او هغه هم تر تینگ کنټرول لاندی اجازه شته. په راتلونکو ۲۵ کلونو کې د دغه هیواد ټول اتومي پروگرام د آتمي انرژۍ د نړیوالۍ ادارې له خوا په منظم ډول کڼترولیږي.

نړیوال غبرگون

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شتاینمایر وویل چې د دغې موافقې مهم ټکي په حقیقت کې د هغه یو هر اړخیز تړون له پاره بنسټ جوړوي چې په راتلونکو درو میاشتو کې پرې کار کیږي. شتاینمایر وویل: «که چیرې دا لاس ته راشي، نو کیدای شی چې دا په سیمه کې او د ایران او عرپی دولتونو ترمنځ د کشالو په مخنوي کې مرسته وکړي.» آلماني وزیر وویل: «دغه راز آن کیدای شي چې دا په منځني او لیري ختیځ کې د نورو خطرلرونکو کړکیچونو او شخړو د شنډولو له پاره هیلې پیدا کړي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له ایران سره په اتومي شخړه کې پر دغو مهمو ټکو روغه جوړه د «یوې تاريخي» موافقې په توگه یاده کړه: «نن امریکا متحده ایالات له خپلو متحدینو او شریکانو سره په گډه له ایران سره یو تاریخي تفاهم ته ورسیده. که چیرې هغه په بشپړه توگه پلې شي نو دا به د دی مخه ونیسي چې دا هیواد د اتومي وسلو خاوند شي.»

د اروپا د اتحادېې د بهرنیو چارو مسوولې فدیریکا موگیریني هم له دغه توافق څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې د جون تر ۳۰ پورې به ورستی تړون د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د تصویب له پاره وړاندې شي.

په تهران کې ناڅاپی لمانځنې او هرکلي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د وروستي تړون په هکله به کار همدا اوس پیل شي. د عینی شاهدانو د ویناوو له مخې، کله چې د سویس په لوزان کې د دغې موافقې اعلان وشو. د تهران په سړکونو کې په ناڅاپی توگه خلکو د خوشحالی چیغې پورته کړی.

ویل کیږي چې څه نا څه لس زره کسان سړکونو ته راووتل او دا شعار يې ورکاوه: «رواحاڼي، ظریف له تاسو څخه مننه.»
د ډیرو موټرو له لاوت سپیکرونو څخه د امریکايی سندرغاړي پاریل ویلیایزم د «هپی» په نامه موزیک اوریدل کیده. د شریعت د پولیسو بندیز ته د نه پام لرنې سره ځینو ځوانو نجونو او هلکانو دغې سندې ته په نڅاوو پیل وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب