1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ایرما» توپان په فلوريدا کي سيمي وځپلې

۱۳۹۶ شهریور ۱۹, یکشنبه

«ایرما» توپان د امريکا وروسته کیوبا ته مخه کړې. لسګونه زره کسان په تیارو کې دي او په فلوریدا او جورجیا ایالتونو کې له ۶ میلیونو څخه ډیر کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي، کوم چې د تخلیې تر ټولو ستره پیښه ده.

https://p.dw.com/p/2jf7p
USA Hurrikan Irma in Miami
انځور: Reuters/C. Barria

د شنبې په ورځ د «ایرما» په نامه د دې توپان لومړیو څپو د فلوریدا ایالت ځینې ساحلي سیمې و ځپلې او د دې سیمو اوسیدونکي اړ شول چې د بریښنا په نه شتون او د شپې په تیارو کې خپل ځانونه نورو خوندي ځایونو ته ورسوي.

د امریکا د توپانونو ملي مرکز ویلي چې ایرنا د څلورمې درجې د توپان قدرت لري او یوازې د لنډې مودې له پاره یې په شدت کې کموالی راغلی. دغې ادارې همدا راز زیاته کړې چې د دې توپان سرعت په اسعت کې ۲۱۰ کیلومتره اټکل شوی دی.

د تیرو اونیو په ترڅ کې اټکل شوی وو چې دغه توپان به تر فلوریدا وروسته د میامي غربي سیمې وځپي، خو اوس وړاندوینه کیږي چې دغه توپان به د روسیې سانت پیترزبورګ ښار هم وځپي.

په عین حال کې د امریکا په فلوریدا ایالت کې د دې توپان له امله شاوخوا ۵.۶ میلیونه انسانانو ته چې د دې ایالت د څلورو څخه شاوخوا یوه برخه نفوس تشکیلوي، امر شوی چې خپلې سیمې ترک کړي. سربیره پر دې ۵۴۰ زره نورو کسانو ته امر شوی چې د جورجیا له ساحلي سیمو ووځي. په دې سیمو کې چارواکو سلګونه پناه ځایونه هم رغولي دي.

د امریکا ولسمشر ترمپ د ایرما توپان د یو ویجاړوونکي توپان په توګه یاد کړی دی. ترمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې «زه د دې توپان په مخ کې پرتو له ټولو کسانو غواړم چې ټولې لارښوونې ومني او د توپان له لارې ځانونه چپ کړي.» ولسمشر ترمپ زیاته کړې چې جایدادونو بیا په لاس راځي خو ژوند بیا په لاس نه راځي او د ځان خوندیتوب تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

ایرما توپان د اتلانتیک یا آرام سمندر تر ټولو لوی ثبت شوی سمندري توپان دی. په دې هکله د د امریکا د توپانونو د ملي ادارې څخه د هوا د څانګې کارپوه ډینیس فیلټګن وايي چې «دا یو داسې توپان دی چې که چیرې له مخې یې لیرې نه شوئ، نو تاسې وژني.»

تر اوسه پورې په کرابین سیمه او په ځینو ټاپو ګانو کې د دې ویجاړوونکي توپان له امله د ۲۰ کسانو د وژنې او د لسګونه نورو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې په کیوبا کې هم له یو میلیون څخه ډیر کسان نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. په دې هیواد کې توپان پراخې خرابۍ اړولي او د رپوټونو په حواله د څپو لوړ والی ان ۹ مترونو ته لوړ شوی دی. د دې هیواد ملي رسنۍ رپوټ ورکړی چې خلکو تونلونو، غارونو او د دولت له لوري جوړو شوو پناه ځایونو ته پناه وړې. د دې هیواد په ساحلي کایبیرین ښار کې توپان دیواله نړولي، ونې یې چپه کړي او د کورنو چتونه یې له ځانه سره پورته کړې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.09.2017):