1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ایر آسیا» الوتکې د خبرو د ثبتولو اله موندل شوې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۲, دوشنبه

د جاوا په سمندرگي کې د «ایر آسیا» د رالویدلي الوتکي د کوکپيټ یا د الوتکې د پيلوټانو تر منځ د خبرو د ثبت الې ځای موندل شوی دی. دغه اله د الوتکي موندل شوي تور باکس ته څیرمه چې دمخه لا راایستل شوې وه پيدا شوې ده.

https://p.dw.com/p/1EIqI
انځور: REUTERS/Darren Whiteside

د اندونیزیا د «ایر آسیا» د رالویدلي الوتکي د پيلوټانو د غږ ثبتولو آلې ځای څو ساعته وروسته له هغې تثبیت شوی دی چې چارواکو د رالویدلي الوتکې د «بلېک بکس» یا تور بکس د موندلو خبر ورکړی وو.

په تور بکس کې د الوتني ټول تخنیکي مشخصات ثبتیږي. د «ایر آسیا» د رالوېدلي الوتکي تور بکس د الوتکي په وزر کې موندل شوی وو چې اوس د اوبو له بیخه راایستل شوی دی. د ورکړل شوو رپوټونو له مخي د غږ ثبتولو اله د تور بکس د موندل کیدو له ځای څخه ۲۵ متره ليري موندل شوې ده.

دا یو ډیر مهم پرمختگ دی چې له څېړونکو سره به په دې کې مرسته وکړې چې دغه الوتکه ولې هغه وخت د جاوا په سمندرگي کې ولوېده چې لا یې هم نیمایي لاره نه وه وهلې. دغه الوتکه د تیر میلادي کال د دسمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه راولویده، چې پکښې سپاره ټول ۱۶۲ تنه ووژل شول. دغه الوتکه د اندونیزیا له سورابایا نه سنگاپور ته روانه وه.

د اندونیزیا د پلټني او ژغورني له ملي ادارې څخه د ژغورونکو عملیاتو همغږي کوونکي سوریادي بامبنگ سوپریادي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنوري میاشتې ۱۲مه) ویلي دي چې د غږ ثبتولو اله د الوتکو تر ټوټو لاندي ده او غوټه وهونکي هڅه کوي چې د ۳۲ مترو په ژوروالې کې پرته دغه اله راوباسي.

سوپریادي په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د الوتکي توربکس د وزر په ټوټو کې چې د ۳۰ متره په ژوروالي کې پرتې وې وموند. هغه زیاته کړې ده چې تر هغې وروسته په څو مترۍ کې د یوې بلې تخنیکي آلې زیگنال واوریدل شو.

ويل شوي دي، کله چي د غږ ثبتولو اله هم راوایستل شي، نو له تور بکس سره به یو ځای پلازمینې جاکارتا، ته د څیړنو له پاره ولیږدول شي. د خوندي ترانسپورت د ملي کمېټې یوه تن څیړونکي نورکاهیو اوتومو، ویلي دي چې ښایي د معلوماتو ترلاسه کول دوې اوونۍ وخت ونیسي.

دواړه آلې خاص زیگنال ورکوي او د الوتکي د رالویدو علت د پوهیدو له پاره مهمې گڼل کیږي. دغه آلې د لومړنیو معلوماتو په شمول د الوتکې افقي او عمودي سرعت تر څنگ د ماشین د حرارت او پیلوټ او د مرستیال پیلوټ تر منځ وروستۍ خبري هم ثبتوي.