1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایساف په رالوېدلې الوتکه کي چاته زيان نه دئ رسېدلی

۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14cIo

د ډي پي اې خبري اژانس په حواله په افغانستان کي د ایساف یا نړيواله سوله ساتي ځواک د رالوېدلي څرخۍ الوتکي ټول سپاره کسان ژوندي دي. ویل شوي دي، چي د پنجشبنې په ورځ په رامنځته شوې پېښه کي چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د لومړيو معلوماتو له مخې پیښه د کوم برید نتیجه نه ده. د علت په هلکه ئې پلټني پیل شوي دي.