1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ایډس په مقابل کي ولي واکسین نه سته؟

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

د تقریباً۴۰ کلونو راهیسي اېچ آی وي ويروس یا ايډس پیژندل سوی دی، خو تر اوسه یې کوم واکسین نه دی جوړ سوی. په داسي حال کي چي ساینسپوهان ډیر جدي پرهغه باندي کار کوي، نو ولي دهغه جوړول دومره سخت دي او کوم راز پکښي پټ دی؟

https://p.dw.com/p/3f7sq
HIV-Virus-Partikel im Blut
انځور: Imago Images/Science Photo Library

ساینسپوهانو اېچ آی وي ویروس یا ايډس تقریبأ ۴۰ کاله دمخه کشف کړ. خو له هغه راهیسي همیشه عین پوښتنه مطرح کیږي چي ولي یې لا په مقابل کي واکسین نه سته. ساده جواب یې دا دی چي اېچ آی وي ویروس د ویروسونو په منځ کي د زنزي غوندي خصلت لري او په دې قادره دی چي همیشه بیرته ځان ته تغیر ورکړي.

سربیره پردې د اېچ آی وي ویروس په مقابل کي د واکسین جوړیدل په دې هم سخت کار دی چي هغه یو ټینګ درې بُعدي پوښ لري. د دې ترڅنګ د هغه د پوښ نیمايي برخه په یو ډول بوره باندي پوښل سوی دی.

ساینسپوهان وايي چي هغه په ګلوکوز پوښل سوی دی. دغه په ګلوکوز پوښل سوې برخه د انسان دفاعي سیسسټم تر سختي حملې لاندي راولي. دقیقاً پرهمدغه په ګلوکوز پوښل سوي برخي باندي واکسین هم تأثیر نه کوي.

اېچ آی وي ویروس بل ډول دی

که د اېچ آی وي ویروس لکه د نورو ویروسو په ډول وای، نو به یې شاید د واکسین جوړولو په برخه کي پرمختګ رامنځته سوی وای. خو خبره داسي نه ده. د اېچ آی وي ویروس د پوښونو جوړښت همیشه د تغیر په حالت کي وي او تر یوه څه وخت وروسته په بل شکل باندي اوړي. دا هغه خبره ده چي د کارپوهانو کار نور هم سختوي.

د دې له پاره چي له هغه سره مبارزه وسي، د انسان دفاعي سیسټم مجبوره دی چي دغه دښمن بیرته او له سره وپيژني. اېچ آی وي ویروس ځان ډیر ژر تغیروي او دفاعي سیسټم یې ژر نسي پیژندلای. حتی ځیني وخت د مریضۍ د رامنځته کیدو سبب نه کیږي او حمله نه کوي. په دې ډول سره هغه همیشه دفاعي سیسټم خطاباسي او ساینسپوهان ګومان کوي، چي یو قدم مخته تللي دي.

پوښل سوي ویروسونه

اېچ آی وي ویروس د پوښل سوو ویروسونو له کورنۍ څخه دی. هغوی د دې توان لري، چي خپل جنین د انسان په حجره کي دننه جوړ کړي. ځکه نو ساینسپوهان له ډیر وخت راهیسي کوښښ کوي پوه سي چي پوښل سوي ویروسونه څنګه تکثر کوي، تر څو يې په مقابل کي لازم اقدامات تر سره کړي. که څه هم په تکرار سره نوي لابراتواري تحقیقات تر سره کیږي، خو بیا بیرته مایوسه کیږي. ځکه چي ددغه ویروس په مقابل کي عملأ هیڅ شی نه سي کیدلای.

یوقدم مخکي، دوه شاته

HVTN 702 د واکسین جوړولو یوه لویه پروژه وه، چي په ۲۰۱۶م کال کي یې په جنوبي افریقا کي په کار باندي پيل وکړ. په دغه پروژه کي د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۳۵ کلنۍ پوري ۵۴۰۵ کسانو چي په اېچ آی وي ویروس اخته نه وه، برخه واخیستله.

د دغي پروژې پر مهال د "Prime-Boost" په نامه طرح عملي سوه. په دې کي دوه واکسینه سره ترکیب سول. د Prime لومړی واکسین د Boots په نسبت بل ډول مواد درلودل. د هغوی د ترکیبیدو هدف دا وو چي د بدن معافیتي سیسټم به د اېچ آی وي ویروس په مقابل کي ښه عکس العمل ښکاره کړي، نسبت دې ته چي یوازي یو واکسین تطبیق سي.

خو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کي د جنوبي افریقا دغه پروژه متوقفه سوله، ځکه چي واضح او ښکاره نتایج یې ورنه کړل.

په امریکا متحده ایالاتو کي د اېچ آی وي ویروس په مقابل کي د واکسین جوړولو کوښښونه روان دي، خو تر اوسه پوري یې ښکاره نتایج په لاس نه دي ورکړي. اوس ساینسپوهان پر یوه خبره باندي معتقد دي چي که حتی د هغه په مقابل کي یو واکسین جوړ هم سي، په نژدې راتلونکي کي به سړی سل فیصده د دغه ویروس څخه ونه ساتل سي.