1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بالتیک پر فضا د روسيې د الوتکو حضور ډیر شوی

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

د روسيې پوځي الوتکې د بالتیک او ناردیک هوايي حریم ته نزدې الوتنې کوي. کارپوهان وايي چې دغه شان اقدامات کیدای شي چې د خطرناکو پیښو د رامنځ ته کیدو لامل شي او حالات ډیر ژر خراب کړي.

https://p.dw.com/p/2fZA1
U.S. Air Force - B-52 und F-16
انځور: picture alliance/Newscom/U.S. Air Force/Senior Airman Erin Babis

تیره اوونۍ بالتیک هیوادونو او پولند ته د ناټو تازه سرتیري ورسیدل. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم له روسیې سره پولې ته نزدي څو ملیتي پوځي تحرکات روان دي. خو روسیې بیا په خپلو پروازونو سره دا خبره په ډاګه کړه ده چې هرڅه څاري. په دې ترتیب نو روسیې خپلې پوځي الوتکې د بالتیک فضا ته نزدې واستولې چې خپل واک هم وښيي. د لتوانیا د دفاع وزارت خو آن ویلي دي چې په دوو مواردو کې روسۍ الوتکې په غیر قانوني توګه د دغه هیواد فضا ته ننوتې دي.

فنلند او سویډن هم د ورته پیښو شاهدان ول

بله خوا د پولند یو F-16 ډوله الوتکه هغي روسۍ الوتکې ته نزدې شوه چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شوګو، پکښې د سفر په حال کې وو. روسانو د دغې پیښې ویډیو هم ثبت کړې وه او د رسنیو په حواله یې هر څه تر هغه وروسته پای ته ورسیدل چې یوې روسۍ تعقیبي الوتکې مداخله وکړه او د ناټو الوتکې سیمي پرېښوده.

په همدې ورځ امریکا متحدو ایالاتو هم وویل چې یوه روسۍ الوتکه یې څارنیزو الوتکو ته ډیره نزدې شوې وه. پنتاګون دا هر څه ډیر خطرناک وبلل. سویډن هم د یوې بلې پیښې په تړاو د روسیې سفیر د معلوماتو له پاره ورغوښتی دی.

د ناټو د ویاند مرستیال پیرس کیویلیت، له دویچه ویله سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه چې تیره اوونۍ د بالتیک سمندر په فضا کې د روسۍ الوتکو حضور ډیر شوی دی. د دغه چارواکي په خبره په دغو الوتکو کې بم اچوونکې، جنګي، ترانسپورتي او نورې الوتکې شاملي وې. هغه روښانه کړې ده چې د ناټو غړو بیا په دغه شان مواردو کې د خپل طرز العمل له مخې اقدامات کړي دي.

کیویلیت د روسیې هغه ادعاوې رد کړي دي چې ناټو په دې سیمه کې پارونې کوي او ټینګار کړی دی چې د ناټو ټول پیلوټان مسوولانه اقدامات کوي.

د ناټو نورو چارواکو ویلي دي چې روسیه یوازې پر بالتیک سمندر باندي په دغه شان اقداماتو لاس نه پوري کوي، بلکي په تور سمندر کې هم ورته پیښې رامنځ ته شوې دي.

د فضايي تقابل په اړه اندیښنې

د اروپا د رهبري له شبکې څخه توماس فرییر، وايي چې هغه له کلونو راهیسې د روسيې او ناټو د الوتکو او بیړیو تر منځ د تقابل په اړه لیکني کولې. خو فرییر وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې د اړیکو تر خرابیدو وروسته، اوس حالات تر پخوا ډیر حساس شوي دي.

فرییر وویل؛ «د تمې خلاف د ترمپ ادارې او روسیې تر منځ متخاصمې اړیکې او په اروپا کې مخ پر ډیریدونکې پوځي تمرینات، او په سوريه کې د روسیې او ایتلافي الوتکو نزدې پرواز د دې لامل شوي دي چې دغه شان پیښي زياتي شي.»

د فرییر په خبره لویدیځ چارواکي دغه وضعیت په کافي اندازه جدي نه نیسي. هغه په ځانګړې توګه د دغه وضعیت له کبله ملکي پیلوټانو ته رامنځ ته کیدونکي ګواښ ته اشاره کړې ده. ځکه پوځي الوتکي مجبور نه دي چې خپل معلومات له ملکي الوتکو سره شریک کړي.

د دغه کارپوه په خبره حالات په ځانګړې توګه په سوريه کې ډیر حساس دي، ځکه اوس هلته د روسیې او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ د فضا د امنیت په اړه د تړون برخلیک معلوم نه دی. هغه وایي چې په سوريه کې د کریملن او واشنګټن ښکیلتیا د یوه تقابل امکان لا زیات کړی دی.