1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بالکان لاري باید تړلي پاته شي

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

له میاشتو راهیسې له یونان څخه د منځنۍ اروپا پر لور د سونو زرو کډوالو څپه باید پای ته ورسیږي. د دیپلوماتانو د معلوماتو له مخې د اروپایي اتحادیې سرمشریزه په اصطلاح د بالکان مسیر بیرته پرانیستل نه غواړي.

https://p.dw.com/p/1I8Nn
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

دغه رپوټ د آلمان خبري آژانس د اروپایي اتحادیې سرمشریزي د چمتو شوې اعلامیې له قوله ورکړی دی. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر زبستیان کورڅ، د یکشنبې په ماښام لا له آلماني تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د اتریش، آلمان او سویډن په شان هیوادونه په داسې یوه وضعیت کې قرار نه لري چې ټول هغه مهاجر ومني چې دغو هیوادونو ته ورتلل غواړي.

نوموړي سیاستوال د اې آر ډي، تلویزوني چېنل په یوه پروگرام کې وویل چې د دوشنبې په ورځ به د اروپایي اتحادیې په سرمشریز کې یووار بیا پر دې باندې ټینگار وشي چې له یوه هیواد څخه بل هیواد ته د کډوالو څپې سیاست باید پای ومومي.

مېرکل د ترکیې له لومړي وزير سره خبري کوي

په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې د دغې اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو مشران په دې هکله سلا مشورې کوي چې څرنگه له ترکیې څخه د اروپا پر لور د مهاجرو هجوم مخه نیول کیدای شي.

د دغې غونډې تر مخې ځینو مشرانو د ترکیې له لومړي وزير احمد داوود اوغلو سره لیدلي دي. په دې موخه د آلمان صدراعظمي انگلا مېرکل د یکشنبې په ماښام له داوود اوغلو سره ولیدل. د دیپلوماتانو د معلوماتو له مخې د ترکیې حکومت انتقادي ورځپاڼې «زمان» پر وړاندي د ترکیې د چارواکو د چلن پر موضوع به هم په سرمشریزه کې خبري وشي.

په یونان کې په زرونو کډوالو بند پاتې دي

د لومړنیو اغزنو کټارو د رامنځ ته کیدو او د سرحدي ځواکونو د گمارلو تر مخه، مهاجر څو میاشتي د بالکان مسیر په اوږدو کې په آسانۍ سره له یوه هیواده بل ته اوښتل. مقدونیا اوس له یونان څخه ډیرو کمو مهاجرو ته له خپل هیواد څخه د تیریدو اجازه ورکوي. له دې کبله په یونان کې په لسونو زره کډوال په دې هیله بند پاتې دي چې یو وخت به خپل سفر ته ادامه ورکړای شي.

د آلمان د عدلیې وزیر هایکو ماس ویلي دي چې هیوادونه په یوازي سر د خپلو پولو په تړلو سره نه شي کولای چې په نړیواله کچه د مهاجرو ستونزه حل کاندي. د هغه په خبره مهاجر باید پر اروپايي هیوادونو وویشل شي او پر دې سربیره باید د مهاجرت سبب پر وړاندې مبارزه وشي. د هغه په خبره د دې شالید په پام کې نیولو سره د سوریې اوربند ډیر مهم دی.

ترکیه باید رد شوي مهاجر بیرته ومني

اروپایي اتحادیه او تر ټولو زیات د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل پر دې باندې ټینگار کوي چې ترکیه باید هغه مهاجر ومني چې د پناه غوښتنې حق نه لري. د اروپایي اتحادیې له لوري د ترکیې سره درې میلیارده یورو مرسته په پام کې نیول شوې ده، که چیرې دغه هیواد له یونان سره خپله پوله په ښه توگه خوندي کړي او د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې په اغیزمنه توگه عمل وکړي.

ترکیه باید د دې له پاره د ناټو د کښتیو یو ماموریت هم ومني. پر دې سربیره دا چې مهاجر له ترکیې څخه د اورگاډو په واسطه اروپا ته سفر و نه کړي، نو د انقرې حکومت باید د کډوالو د پالنې شرایطو کې ښه والی رامنځ ته کړي.

خو دا چې دغه ټولي هیلې به پوره کړای شي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لا تر مخه ویلي دي چې د دې له پاره درې میلیارده یورو بسنه نه کوي.

د یونان له پاره اضطراري مرسته

دا چې د بالکان مسیر د بندیدو له کبله دا مهال شا او خوا ۳۰۰۰۰ مهاجر په یونان کې دي، نو د اروپایي اتحادیې د دولتونو او حکومتونو مشران غواړي چې له ترکیې سره پر ځانگړو سلا مشورو سربیره آتن ته د اضطراري مرستو د ورکړې په هکله پریکړه وکړي.

په پام کې ده چې د روانې میاشتې په نیمایي کې د اروپایي اتحادیې په راتلونکي غونډه کې په دې هکله پریکړه وشي.