1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانۍ د ارزښت د رالویدو په اړه اندیښنې

حسین سیرت۱۳۹۲ آذر ۲۵, دوشنبه

په افغانستان کې د بانکدارانو ټولنه وایي چې اوس له دې هیواد څخه پانګې د تیښتې په حال کې دي. دا ټولنه زیاتوي چې د دې کار اصلي لامل د افغانستان پر شرایطو باندې د پانګوالو د اعتماد نه شتون دی.

https://p.dw.com/p/1AaOm
انځور: AP

له امریکا متحده ایالاتو سره د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې ځنډ د دې له لامل شوی دی چې ډیر شمیر افغانان د راتلونکې په اړه اندیښمن شي. افغانۍ د هرې ورځې په تیریدو سره د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او عام وګړي په بازارونو کې د بیو له لوړوالي څخه سر ټکوي.

د افغان بانکدارانو د ټولنې مشر خلیل صدیق، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ هیله لرو چې امنیتي تړون ژر تر ژره لاسلیک شي. موږ شاهدان یو ځکه په مالي څانګه کې په کار بوخت یو او پوهیږو چې له افغانستان څخه اوس څرنګه پانګې تښتي. داسې کسان شته چې له خپلو مالي امکاناتو څخه ګټه نه اخلي ځکه د راتلونکې په اړه ډاډه نه دي.»

د بانکدارانو ټولنې ټینګار وکړ چې که افغان پانګوال د راتلونکې په اړه ډاډه نه وي نو د هرې ورځي په تیریدو سره به لا ډیرې پانګې له افغانستان څخه وتښتي او د پانګوونې شرایط به لا پسې ستونزمن شي.

ښاغلي صدیق د افغانستان له مرکزي بانک او نورو مالي سازمانونو څخه وغوښتل چې د افغانستان پر سیاسي کړیو باندې فشارونه واچوي ترڅو امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د افغاني د ارزښت لویدل

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي چې افغانۍ به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت وساتي او دا چې افغانان باید په دې اړه اندیښنه و نه لري.
د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال خان افضل هډه وال، په دې کنفرانس کې وویل: «موږ په کافي اندازه ګټې لرو چې کولای شي د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي. په وروستیو وختونو کې ځیني بدلونونه رامنځ ته شوي دي چې د افغانۍ ارزښت یې یو څه راټیټ کړی دی، خو دغه موضوع موقتي بڼه لري.»

د مرکزي بانک دغه چارواکي وویل چې افغانستان په هغه کچه امکانات لري چې که آن بهرنۍ مرسته پر دې هیواد باندې بندي هم شي، نو د افغانۍ ارزښت به راټیټ نه شي.
خو د ډالرو د بېې لوړیدل د دې لامل شوي دي چې د افغانستان په بازارونو کې د هر څه بیې لوړې شي. عام افغانان له لوړو بیو څخه سر ټکوي او ډیر شمیر کسان په دې اند دي چې د امنیتي تړون نه لاسلیکدل د دې لامل شوی دی چې افغانۍ د هرې ورځې په تیریدو سره خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړي.

په بازارونو کې لوړې بیې

د راتلونکې په اړه د ډاډ نه شتون د دې سبب شوی دی چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي. یوازې په تیرې میاشت کې د یوه ډالر د تبادلې نرخ له ۵۶ افغانیو څخه ۵۸ افغانیو ته لوړ شوی دی.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی همایون وايي: «سل په سلو کې بیې لوړې شوې دي. ۲۰۱۴ کال او جرګه خپلې اغیزې لري. بیې لوړې شوې دي او ټول یې خوار او غریب کړي دي.»
په وروستیو ورځو کې د افغانۍ ارزښت آن ځینې شایعې هم بدلوي. د شنبې په ورځ په افغانستان کې یوه شایعه خپره شوه چې ولسمشر کرزی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوي. د همدې شایعې له کبله د افغانۍ نرخ د ډالرو پر وړاندې لوړ شو.

د کابل ښار یو صراف شمس الله، وایي: «د دغه تړون نه لاسلیکدل د دې لامل شوي دي چې نرخونه د هرې ورځې په تیریدو سره تغیر وکړي. که تړون لاسلیک نه شي نو د بیو پر لوړیدو به ډیرې اغیزې واچوي.»

ډیر شمیر عام افغانان وایي چې ولسمشر کرزی باید د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې د ځنډ له راوستلو سره د خلکو له پاره اقتصادي ستونزې رامنځ ته نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب