د بايرن ايالت په ستر جشن کي د بېلابېلو مليتونو پرېټ
د آلمان په بايرن ايالت کي تر ټولو سنتي جشن «آوگسبورگر پلرر» نوميږي. د ناديا معتمدي په دې انځوريز راپور کي به دغه جشن ووينئ چي پکښې بېلابېل مليتونه په پريټ سره پکښي تيريږي.
آوگسبورگر پلرر د آلمان په بايرن ايالت کي یو تر ټولو سنتی جشن دئ.
هر کال په دغه جشن کي نزدې يو ميليون کډون کوونکي برخه اخلي او يا ئې ليدو ته ورځي.
د آلمان په جنوب کي د بېلابېلو مليتونو د سنتي جشن پرېټ
دغه جشن په بايرن ايالت کي هر کال دوه واري تر سره کيږي.
د دغه جشن په پرېټ کي پر سياستوالو سربيره د لويو شرکتونو او کارخانو کارکوونکي او د نړۍ له گوټ گوټ څخه د نڅا ډلي برخه اخلي.
د آلمان په جنوب کي سنتي جش
دغه سنتي جشن په کال کي دوه واري د پسرلي په پيل او دوبي په پای کي د آلمان په بايرن ايالت کي جوړیږي.
د دغه جشن په پرېټ کي د بېلابېلو هيوادونو گډون کوونکي په خپلو سنتي کاليو کي راڅرگنډيږي.
د آلمان په جنوب کي سنتي جشن
آوگسبورگ ښار چي هر کال دغه سنتي جشن پکښې جوړیږي د آلمان په بايرن ايالت کي دئ.
د بايرن ايالت د سنتي جشن په پرېټ کي بېلابېل مليتونه
آوگسبورگ د آلمان يو له لرغونو ښارونو څخه دئ او د بايرين ايالت دريم ستر ښار ياديږي.
په دغه ښار کي د جشن پر مهال ستري مېلې هم جوړيږي
دغه سنتي جشن يو د آلمان ستر جشن بلل کيږي
په بايرن ايالت کي پر دغه جشن سربيره د اکتوبر فيست په نوم جشن هم نړيوال شهرت لري.