1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د باچا خان په ټاتوبی کې خونړی اختر

۱۳۸۶ آذر ۳۰, جمعه

پييښور ته نږدی چارسده کې څه نا څه پنځه ديرش خلک مړه شوی دی.ځينې نورې رسنۍ د ورل شويو کسانو شميره تر پنځوسو هم زياته گني. دغه ځان وژونکی بريد د يو جومات مخکې د اختر په ورځ، کله چې يو زيات شمير مسلمانان د عبادت لپاره راغونډ وو، شوی دی.

https://p.dw.com/p/DKC9
پوليس د چاودنې څخه وروسته د دغه جومات مخې ته پلتنې کوی
پوليس د چاودنې څخه وروسته د دغه جومات مخې ته پلتنې کویانځور: AP

خبر زياتوی چې تر سلو زيات کسان په دغه پيښه کې ټپيان شوي دي. دلته د پاکستان د نننيو چارو پخوانی وزير آفتاب شير پاو هم و او داسی اټکل کېږی چې د دغه بريد څخه يو هدف د ده وژل وه. خو ده ته په دې پيښه کې څه تاوان نه دی رسيدلی.

په چارسده کې غفار خان «باچا خان» چا چې د لومړی ځل لپاره مسلمانان او پښتانه عدم تشدد ته راوبلل، په کال ۱۸۹۰ کې زيږيدلی دی.