1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایرن ایالتي ټاکني او د گوندونو راتلونکې

واگنر فولکر/ محمد قاسم نوري۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبه

د آلمان په بایرن ايالت کي ایالتي ټاکني تر سره او مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) مطلق اکثریت تر لاسه کړ. خو د مرکزي پارلمان د انتخاباتو له پاره دا د آزاد ديموکراتانو د ګوند (FDP) له پاره یوه سخته ماته ده.

https://p.dw.com/p/19iMd
انځور: Reuters

په حیرانوونکې توگه د بایرن په ایالتي ټاکنو کې د آزاد دیموکراتانو ګوند (FDP) ماته وخوړه او د انتخاباتو په ماښام بیرته د بایرن پخوانی شکل رامنځ ته سو. یعنی داچي مسیحي سوسیال اتحاد CSU د ۲۰۰۸ م کال تاریخي غلطي بیرته اصلاح او مطلق اکثریت یې په لاس راوړ. هغه وخت آزاد ديموکراتانو له سوسيال مسيحي اتحاد څخه رايي وړي وې، خو اوس حالت بیرته د پخوا په شان سو او CSU مطلق اکثریت تر لاسه کړ. په بایرن ایالت کي د آزاد ديموکراتانو د ناکامۍ اټکل لا وختي کېده.

په دغه ايالت کي بيا برعکس د سوسيال ديموکراتانو ګوند SPD یوڅه مخته سو، خو دومره نه چي د راتلونکي یکشنبې په ورځ مرکزي پارلماني ټاکنو او د دغه گوند صدراعظمۍ ته کاندید پیر شټاین بروک، له پاره کفایت وکړي.

د پخوا په پرتله په ټاکنو کې ډیرو کسانو برخه اخیستې وه

د ۲۰۰۸ م کال د ایالتي ټاکنو په پرتله دا وار نسبتاً ډیرو کسانو، یعنی ۷ سلنه اضافه کسانو په انتخاباتو کي ګډون کړی وو. خو په ټاکنو کي د ۶۵ سلنه ګډون کوونکو څخه ډیره ګټه، مسيحي سوسيال اتحاد واخیسته. دغه ګوند تر ټولو دمخه له خپل ائتلافي ګوند (FDP) څخه رايي په لاس راوړې. په دې ډول نو د بایرن اوسېدونکو د «یوه ګوند» حکومت کولو ته ښکاره رايه ورکړه.

د بایرن په ایالتي ټاکنو کي مجموعاً ټولو کوچنیو ګوندونو رای له لاسه ورکړې. یوازيCSU او سوسيال ديموکراتانو يو څه اضافه رایی په لاس راوړې. خو د بایرن د ایالتي انتخاباتو تر نتایجو وروسته به اوس په سختۍ سره د راتلونکي یکشنبې د ورځي د پارلماني ټاکنو سم اټکل تر سره سي. دا خبره مختلف دلایل لري: د یورو انتقاد کوونکی ګوند «د آلمان له پاره الترناتیفونه – AfD» که څه هم د ماین او الپِن د غرونو تر منځ کاندیدان نه دي معرفي کړي، خو عموماً به د مرکزي پارلماني ټاکنو له پاره به خپل نوماندان کاندید کړي. دغه گوند به خصوصاً د انګلا مېرکل د مسیحي دیموکراتانو ګوند CDU له پاره د سر درد وي او له هغو څخه به رای راکش کړي. ځکه چي د CDU ټول غړي د میرکل د یورو او پور ورکولو سیاست سره نه دی موافق.

له آزاد دیموکراتانو سره خواخواږي

د بایرن ایالتي ټاکنې به په ځانگړې توگه د یکشنبې د ورځي په راتلونکو انتخاباتو کي د انګلا مېرکل له پاره خراب عواقب ولري. د ۳ سلنه رایو په تر لاسه کولو او ایالتي پارلمان څخه په وتلو سره اوس آزاد ديموکراتان د ټولني د متوسط ماړه قشر له پاره یوه ضایع ده.

خو کارپوهان اټکل کوي، چي د مسیحي دیموکراتانو دګوند CDU غړي به له دوی سره خواخوږي وکړي او خپله دوهمه رایې به ورکړي. په ټوله کي د بایرن ایالتي پارلمان څخه د آزاد ديموکراتانو وتل د میرکل د ګوند له پاره یو خطر دی. که څه هم په رسمي ډول CDU نه غواړي خپله دوهمه رایې آزاد ديموکراتانو ته ورکړی، خو پخوانیو وختونو ښوولې ده چي د هغوی غړي خپلي رایی (FDP) ته ورکوي. مسیحي دیموکراتان دغه ګوند ته ضرورت لري، تر څو حکومت وکولای سي.

پخپله آزاد ديموکراتان هم باید د راتلونکي یکشنبې (سپتمبر۲۲) پارلماني ټاکنو کي د ۵ فیصده رایو د په لاس راوړلو کوښښ وکړي. دا چي راتلونکی انتخابات د دغه ګوند له پاره څونه مهم دي، د آزاد ديموکراتانو ګوند د مشر فلیپ رویسلر د خبرو څخه معلومیږي، چي په بایرن کي یې د خپلي ماتي په اړه وکړې:

«دا په بایرن کي د (FDP) له پاره یوه ډیره ښکاره ماته وه. خو اوس باید په عمل لاس پوري سي، له همدا اوس څخه خبره پر ټول آلمان باندي ده. د بایرن د ایالتي انتخاباتو نتایج د ټولو آزاد ديموکراتانو له پاره د تیارسی او راویښیدو په معنی دي.»

سوسيال ديموکراتانو بیا په بایرن کي یو څه مخته سو

د (FDP) برعکس بیا د سوسيال ديموکراتانو ګوند SPDد بایرن په ایالتي پارلمان کي یو څه مخته سو. که څه هم لا د میرکل او د هغې د سیال، پیر شټاین بروک تر منځ فاصله ډیره ده، خو په دې سره به د دوی دغه واټن هم کرار کرار لږ سي.