1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایرن ایالت ډیر انساني قاچاق وړونکي نیولي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

سږکال د بایرن ایالت له لاري جرمني ته لږ مهاجر ورغلي دي، خو بیاهم ډیر انساني قاچاق وړونکي نیول سوي دي. پولیسو تقریبأ ۳۴۰۰ داسي کسان راگرځولي، چي قانونې ویزې یې نه درلودې.د هغوی ډیری افغانان، عراقیان، ترکان او صربان ول.

https://p.dw.com/p/3Ijiv
Deutschland Kontrolle von Flüchtlingen in Güterzüge
انځور: picture-alliance/picturedesk.com/R. Mühlanger

د جرمني فدرالي پولیسود بایرن ایالت له سرحد سره د همدې کال په لومړی ربع کي لږ مهاجر نیولي دي، خوبیا یې په عین حال کي د تیر کال همدغه وخت په مقایسه  ډیر قاچاقبر نیولي دي.

د بایرن ایالت د فدرالي پولیسوویاند، توماس بوروویک الماني خبري آژانس ډي پي اې ته ویلي دي: «څرنګه چي ښه سرحدي کنټرول خپل تأثیرات پرې ایښي دي دا ممکنه ده، چي مهاجر ځانونه قاچاقبرو ته وسپاري، څو ژر ونه پيژندل سي او په اسانۍ سره راداخل سي.»

Deutschland Müncheberg Festnahme von mutmaßlichem Schleuser
انځور: picture-alliance/dpa/Bundespolizeidirektion Berlin

د همدې عیسوي کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتي پوري فدرالي پولیسو په بایرن ایالت کي وکړای سول، چي تر ۱۶۰ اضافه شکمن انساني قاچاق وړونکي ونیسي.(په ۲۰۱۸ م کال په عین وخت کي ۱۳۰ انساني قاچاق وړونکي نیول سوي ول.) په بایرن ایالت کي دا د ټوله جرمني په سطح نیمايي نیول سوي قاچاقبر وو.

فدرالي پولیسو همدارنگه تقریبأ ۳۴۰۰ داسي کسان راگرځولي دي، چي قانونې ویزې یې نه درلودې. دا د تیر کال دې  مودې په نسبت (۴۱۷۰ تنه) ډیر لږ وو. پاته دي نه وي، چي د بایرن ایالت له لاري ډیر مهاجر جرمني ته د ورننوتو کوښښ کوي. د هغوی اکثریت له افغانستان، عراق، صربستان، ترکیې او مولداویا څخه ول.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.03.2016)