1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایسکل ځغلوني مسابقې پرمهال د وداه وړاندیز

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

هسپانوي وتلي بایسکل ځغلونکي ایڅکویرا، د بایسکل ځغلوني مسابقې په جریان کي د خپل ټیم یوې نجلۍ ته د وداه وړاندیز وکړ، خو ایا هغې ومانه؟ ایڅکویرا په دې کار سره اوس ډیر مشهوره سو.

https://p.dw.com/p/3Pg6t
Spanien Jesus Ezquerra Muela
انځور: Imago Images/M. Stiehl

کله چي د یېزوس ایڅکویرا له پاره د ویلاتا د ۲۰۱۹م کال د بایسکل ځغلوني۱۲۰مه مجموعي ارزیابي ډیر مهم رول نه درلود، نو یې په یوه فوق العاده او حیرانونکي اقدام سره خپلي ملگري ته د واده وړاندیز وکړ.

د ده له دې کار څخه یې په حقیقت کي د ټیم ټوله ملگري خبر ول او پوهیدله، په استثنأ د ملگري څخه یې. په دغه وخت کي د هسپانيا د ټلویزون یو ټیم هم رارسیدلی ؤ او د ایڅکویرا د واده وړاندیز ته منتظر ؤ. د دوی د بایسکل ځغلوني د ټیم موټر هم رارسیدلی ؤ، په کوم چي د ده ملگرې هم سپره وه.

کله چي د بایسکل ځغلوني د مسابقې ۲۱ مه، آخري دوره وه او مادرید ته نژدې سوي ول، نو د ایڅکویرا ددې رومانتیک عمل له پاره مساعد وخت رارسیدلی ؤ. 

په داسي حال کي چي د ټیم ټوله ملگري یې ورسره ول او د هغوی له خوا یې ملاتړ کیدی، موټر ته یې په یوه کوچنۍ قوطۍ کي گوتمۍ وروغورځوله. کله چي یې ۲۸ کلني ملگري دغه حالت ولیدی، نو  یې سمدلاسه د هو جواب ورکړ.

هسپانوي رسنیو بیا وروسته په خپلو رپوټونو کي د بایسکل ځغلوني مسابقې پرمهال له وداه کولو څخه خبر ورکړ. په داسي حال کي چي ایڅکویرا له سپورټي لحاظه ډیر مشهوره نه وو، په خپل دې کار سره یې اوس ډیر شهرت موندلی دی.

پاته دي نه وي، چي د ویلاتا بایسکل ځغلوني مسابقې هم په کال کي یو وار دایریږي او د تور دي فرانس په ډول مسابقې دي.