1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني سازمان: په سنکيانگ کي اوس هم مخالفين سرکوبه کيږي

۱۳۹۰ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د بخښني نړيوال سازمان« ايمسنټي انټرنيشنل» د سې شنبې په ورځ ويلي چي چين په سنکيانګ کي د نسلي شخړو دوه کاله وروسته هم مخالفين سرکوبه کوی. د دغه سازمان په وينا د ايغور د سيمي خلک په زندانانو کي اچول کيږي.

https://p.dw.com/p/11pEp
« د چين دولت بايد د ايغور د اوسيدونکو شکايتونه واوري»
« د چين دولت بايد د ايغور د اوسيدونکو شکايتونه واوري»انځور: AP

د 2009 م کال د جولای په مياشت کي د سنکيانګ په مرکز ارمچي کي د ډيرکيو هان چينيانو او د ايغورد لږکيو مسلمانانو تر منځ نسلي شخړي رامنځ ته سوې، چي په ترڅ کي يې شاوخوا دوه سوه تنه ووژل سول.

د هغه وخته راهيسي په چين کي هغه کسان چي په دغه شخړو کي ښکيل بلل سوي، نهه تنه په اعدام محکوم سوي او پر دې سربيره په سلګونه تنه بنديان سوي او پر ضد يې دوسيي جوړ سوي دي.

د آسيا پيسفيک له پاره د بخښني نړيوال سازمان مشر سام ظريفي وايي:« نه يوازي دا چي دولت د 2009 م کال د جولای د مياشتي د پيښو په اړه ږغ پورته کوونکی سرکوبه وي، بلکي د خپلو پولو څخه دباندي د هغو د غلي کولو له پاره د خپل نفوذ څخه کاراخلي.»

هغه زياته کړې:« په چين کي چي د ځپني کوم عمومي بهر ليدل کيږي، په سنګيانګ کي سړي هغه په ښکاره توګه ننداره کولا سي، چيري چي د ايغور اوسيدونکي په خپل هيواد کي په لږکيو اوښتي.»

ظريفي وايي:« د 2009 م کال د لاريونونو وروسته د شکايتونو د پيدا کيدو وروسته دا هيڅ د حل لاره نه ده چي په آزدانه توګه د ايغور هر د نظر خاوند دي په نښه سي.»

هغه وايي: « د چين دولت بايد د ايغور د اوسيدونکو شکايتونه واوري او د هغوی په غوښتونو خپل غوږونه و ګروي، تر څو د هغوی د حقونو احترام پر ځای سي او د هغوی کلتور خوندي وساتل سي.»

د يادولو وړه ده چي د شخړو وروسته د چين دولت په سنکيانګ کي د پرمختيايي پروژو او په خصوصي توګه د ايغور د اوسيدونکو له پاره د کاري زميني برابرولو ته خپله زياته توجه اړولې ده. دا د شخړو د اصلي عامل د معلومولو له پاره يوه هڅه ده.

خو د بلي خوا د ارمچي د څارني له پاره 40 زره کمرې هم لګول سوي، او د سيمي امنيتي بوديجه هم ډيره سوې ده.

سينکيانګ د ستراتيژيکي لحاظه د چين له پاره ډيراهميت لري، او د بيجنګ له خوا داسي کومي نښي نښانې نه ليدل کيږي چي هغه دي د لاسه وباسي.

سنکيانګ د تيلو، ګاز او سکرو کافي ذخيرې لري او د افغانستان، پاکستان، هندوستان او د مرکزي آسيا سره پولي لري.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي : نجيب الله زيارمل