1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په نړۍ کې د اعدام کچه لوړه شوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې که څه هم اوس په نړۍ کې لږ هیوادونه د اعدام سزا عملي کوي خو اوس هم تر بل هر وخت ډیر انسانان اعدامیږي.

https://p.dw.com/p/14Sef
انځور: MEHR

د بخښني نړیوال سازمان پخپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۱ کال کې په ۲۰ هیوادونو کې لږ تر لږه ۶۷۶ کسان اعدام شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې په ۲۳ هیوادونو کې ۵۲۷ کسان اعدام شوي ول.

د بخښنې د نړیوال سازمان د مشر سلیل شیټي، په خبره دغه ارقام پرمختگ ښکاره کوي. هغه وایي، کله چې په ۱۹۶۱ کال کې د بخښني نړیوال سازمان جوړ شو نو یوازي نهو هیوادونو د اعدام سزا له منځه یوړه خو د هغه په خبره اوس دغه سزا یوازي د نړۍ په شلو هیوادونو کي عملي کيږي:«دا د بریا یوه ډیره ښه کیسه ده.»

شیټي زیاته کړې ده چې که څه هم اوس ډیر لږ هیوادونه د اعدام سزا پلې کوي خو بیا هم د اعدام کیدونکو کسانو شمیره ډیره لوړه ده. چین هر کال په نړۍ کې تر نورو ټولو هیوادونو ډیر کسان اعداموي. د بشري حقونو فعالان وایي چې په دغه هیواد کې د اعدامیدونکو کسانو شمیره زرونو ته رسیږي.

د بخښني نړیوال سازمان اوس چین په خپلو رپوټونو کې نه شاملوي. د چين هیواد هم د خپلو اعدامونو په هکله معلومات نه خپروي ځکه چې د دغه هیواد چارواکي په دې اند دي چي د اعدامونو د کچي په اړه معلومات د هغوی د کورنیو رازونو په ډله کي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې په منځني ختیځ کې د اعدامونو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده. په دغه کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

په دغه کال کي په ځینو هیوادونو کې کوچنیان هم د مرگ په سزا محکوم شوي دي. همداراز په ۲۰۱۱ کال کې هم یو شمیر کسان د نه ستندرد محکمو له خوا په سزا محکوم شوي دي.

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې په چین، ایران، بلاروس، عراق او شمالي کوریا کي یو شمیر کسانو ته له هغه وروسته د مرگ سزا ورکړل شوې ده چې له هغوی څخه د جرم اقرار د ربړولو په پايله کي اخیستل شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل