1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان: امارات د یمن ملیشو ته غربي وسلې ورکوي

۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان پر متحده عربي اماراتو تور لګولی دی چې په یمن کې ملیشو ته پرمختللي غربي تجهیزات ورکوي. نوموړی سازمان وایې چې دغه ملیشې جنګي جنایتونه کوي او د اماراتو دغه ګام په سیمه کې کړکیچ لا زیاتوي.

https://p.dw.com/p/3CoUb
Jemen - Hafenstadt Hudaida
انځور: picture-alliance/dpa/T. Almamari

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې چې آلماني بڼه یې د چهارشنبې په ورځ (فيبروري میاشتي ۶) په برلين کې خپره شوې ده، پر متحده عربي اماراتو نیوکه کړې ده چې په لویدیځ کې جوړي شوي وسلې او تجهيزات په یمن کې د ملیشو په اختیار کې ورکوي.

د بشري حقونو دغه بنسټ په خپل رپوټ کې داسې شواهد وړاندې کوي چې یمنۍ ملیشې له متحده عربي اماراتو څخه په پراخه کچه داسي پرمختللي جنګي تجهیزات، لکه زري ټانکونه، توپونه، ټوپک، توفنګچې او ماشیندار ترلاسه کړي دي.

دغه ملیشې په خپلسري جنګي جنایتونو او د بشري حقونو ضد اقداماتو تورن شوي دي. نوموړی سازمان زیاتوي چې دغه ملیشې د یمن د ملکي خلکو له پاره یو ناورين ګڼل کیږي.

د یمن کورنۍ جګړې تر اوسه پورې په زرونو قربانیان لرلي او د دغه هیواد په میلیونو ملکي خلک يې له لوږې، خوراکي توکو او روغتیایي خدماتو د کمښت له امله د مرګ له خطر سره مخامخ کړي دي.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د جنګي وسایلو صادرات

د بخښني نړيوال سازمان نيوکه کړې ده چې پر متحده عربي اماراتو او د دې هیواد له ملاتړ څخه برخمن یمني ملېشو باندي له بشري حقونو څخه د سرغړونو پر انتقادونو سربيره، ځينو غربي هيوادونو متحدو عربي اماراتو ته د وسلو د صادراتو اجازه ورکړې ده، چې په هغوی کي ځيني اروپايي هيوادونه هم شامل دي. استرالیا، بلجیم، بلغاریا، چک جمهوريت، فرانسه، آلمان، سويلي کوریا، سويلي افریقا، ترکیه، بریتانیا او امریکا متحده ایالات په دغو هیوادونو کې شامل دي.

د یمن په کورنۍ جګړه کې چې د ۲۰۱۵م کال په مارچ ماشت کې یې زور واخیست، د انصارالله او شعیه حوثیانو ډلې د ولسمشر منصور هادي له ځواکونو سره، چې د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف له ملاتړ څخه برخمن دي جنګیږي.

په دې معضله کې امریکا او اروپایې هیوادونه د ائتلاف غړو هیوادونو ته د جنګي تجهیزاتو د صادرولو له امله له نیوکو سره مخامخ دي او پر ایران تور لګول کیږي چې د حوثیانو مالي ملاتړ کوي.

Jemen Houthi-Kämpfer unterstützen Friedensgespräche
په یمن کې حوثي یاغیان چې ویل کیږي د ایران له ملاتړ څخه برخمن ديانځور: picture alliance/AP Photo/H. Mohammed

د بخښنې نړیوال سازمان د آلماني څانګې په دفتر کې د وسلو د چارو کارپوه ماتیاس یون وایي چې د متحده عربي اماراتو له خوا د یمن ملیشو د په وسلو سمبالو لړۍ په دوام سره، سیمه له یوه نوي ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د بشري حقونو سازمان په خبره د وسلو دغه صادرات د بېلگې په توگه د وسلو د تجارت توافق نقضوي. په توافق کي راغلي دي چي د دغه توافق غړي هيوادونه هغو هيوادونو ته د وسلو د صادراتو اجازه نه ورکوي چي هلته له دغو وسلو څخه په جنگي جنايتونو او پر ملکيانو باندي په بريدونو کي کارول کيږي.

په همدې اساس د بخښنې نړیوال سازمان د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي دي چې د یمن په جګړه کې ټولو ښکيلو خواو ته دې د وسله ورکول بند کړي. د نوموړي سازمان د رپوټ پر بنسټ متحده عربي امارات د یمن ملېشو ته نه یوازې وسلي ورکوي، بلکې د دوی د مالي تمويل او روزنې په برخه کې هم فعال دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په حدیده بندر کې د خپلو څارونکو د بررسۍ پر اساس دې نتیجې ته رسیدلی دی چې ملېشو له هغو وسلو څخه استفاده کړې ده چې په اصل کې اماراتو ته صادر شوي وې. د دغو بررسیو له مخې یمني ملېشو له هغو زرې موټرو څخه استفاده کړې چې امریکا پر اماراتو پلورلې ول او په درنو ماشیندارو سمبال دي.

همدارنګه ویل کیږي چې یمني ملېشو د دې هیواد په سویل کې د یوه مخفي زندان په جوړولو کې د اماراتو له ملاتړ څخه برخمنو شبکو څخه استفاده کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو د نورو ډلو څیړنې ښیي چې د اماراتو له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو د یمني اتباعو په شکنجې، سړي تښتونې، زورونې، جنسي زورونې او په نامناسبو شرایطو کې په انفرادي زندانونو کې د دوی په ساتنه کې لاس لري.