1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هر قيمت د موصل بيرته نيول

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د بخښنې نړيوال سازمان د موصل د بيرته نيولو په جګړه کې د ملکيانو پر ضد د سختو جنايتونو د ترسره کيدو خبره وکړه. د دغه ټولنې په حواله دغه جنايتونه هم د افراطي ډلې «اسلامي دولت» او هم د ايتلافي ځواکونو له خوا ترسره شوي.

https://p.dw.com/p/2gJEz
Irak Mossul Moschee Ruinen Armee
انځور: picture-alliance/AA/H. Baban

د بخښنې د نړيوال سازمان له خوا په برلين کې په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي چې افراطي ډلې «اسلامي دولت» يا داعش په تيرو میاشتو کې د موصل په شا او خوا کې له پرتو کليو څخه ملکيان دې جګړه ځپلي ښار ته انتقال کړي ول څو دوی د انساني سپر په توګه وکاروي. ډيري انسانان په خپلو کورونو کې بند ول او يا د ښخو کړل شویو ماينونو له کبله له کورونو څخه د باندې نه شوای وتلای. سربيره پر دې د «اسلامي دولت» ډلې جنګيالو د ښار پر شمالي برخه د جګړې په ترڅ کې په سونو هغه کسان چې د تيښتې هڅه یې کوله، وژلي دي.

غير مناسب بريد؟

د بخښنې نړيوال سازمان نيوکه وکړه چې په عين حال کې د امريکا متحده ايالاتو په مشرتوب داعش ضد ايتلاف او د عراق پوځ په موصل کې غير دقيقې وسلې چې «د استوګنې پر ځايونو کې د استعمال اجازه نه نشته» کارولي دي. د بيلګې په توګه د مارچ پر ۱۷ نيټه پر موصل د امريکا په هوايي بريد کې ۱۰۵ ملکيان وژل شوي ول. د ايمنسټي په رپوت کې ويل شوي چې د دې بريدونو هدف د ښار په الجديده ناحيه کې د «اسلامي دولت» ډلې دوه نخښه ويشتونکي ول. د بخښنې د نړيوال سازمان د منځني ختيځ کارپوهې لين مالوف، وويل: «دا چې اسلامي دولت ډلې انسانان د ډال په توګه کارولي، دا معنا نه لري چې عسکر برعکس خپل حقوقي مکلفتیونه له پامه وغورځوي.»

دې زياته کړه چې د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه نه يوازې په موصل کې بلکې په هر ځای کې بايد داسې ترسره شي چې د نړيوالو قوانينو او معيارونو سره برابر وي.

درنه مرګ ژوبله

د ايمنسټي د دې رپوټ له پاره چې د «At any cost» یا «پر هره بيه» تر سرليک لاندې خپور شوی، د موصل د لويديځ د کابو ۱۵۱ اوسيدونکو سره او همدا راز د طبي کارونکو او وسلو د کارپوهانو سره خبرې شوي. په دې رپوت کې په ټوليزه توګه ۴۵ بريدونه چې د جنورۍ میاشتې نيولې بيا د مي میاشتې تر نيمايي ترسره شوي دي، په مجموعي توګه پکښې ۴۲۶ ملکيان وژل شوي دي. د امريکا په مشرتوب ايتلاف او د عراقي پوځ له خوا ترسره شوي نهه بريدونو په دقيقه توګه ارزول شوي دي.

مالوف غوښتنه وکړه چې د ښکيلو اړخونو له خوا د انسانانو ژوند ته نه پاملرنه بايد بې سزا پاتې نه شي. د دې کارپوهې د اټکل له مخې ځينې قضيې ښايي جنګي جرمونه وي. دی زیاته کړه چې د نړيوالو قوانينو څخه د احتمالي سرغړونو د پلټنو په موخه ژر تر ژره يو خپلواک کميسيون بايد رامنځته کړل شي.

د عراق لومړي وزیر حيدر العبادي، له موصل څخه په خپريدونکي وينا کې د موصل د بيرته نيول اعلان وکړ او ويې ويل: «په خپله وينه، تلفاتو او هلو ځلو مو عراق، خاوره او انسانان یې آزاد کړل.»

Irak, Der irakische Premierminister Haider al-Abadi hält eine irakische Flagge, als er den Sieg über den islamischen Staat in Mosul verkündet
انځور: Reuters

لا د يکشنبې پر ماښام نوموړي د موصل د «ستر بري» مبارکی ويلې وه. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، هم العبادي ته په موصل کې د بري له کبله مبارکي ورکړه. ترمپ په واشنګټن کې وويل چې دا بری سګنال ور کوي چې په عراق او سوريه کې د «اسلامي دولت» ډله نور کم وخت لري. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن د موصل بيرته نيول د دغه ډلې پر ضد نړيوال جګړه کې يو ستر بری وباله. ده وويل چې اوس د عراق د دې شمالي ښار د «باثباته کولو او بیرته رغولو» وخت رارسیدلی دی.

«ملګري ملتونه به په بيارغونه کې مرسته وکړي»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیرش، هم د موصل له آزادولو هرکلی وکړ. ده د عراق د ولس او حکومت د «ميړانې، قاطع تصميم او زغم ستاينه» وکړه. ده وويل چې پر ځاني تلفاتو خواشينی دی او ټپيانو ته عاجله روغتيا غواړي. ده زياته کړه چې د موصل د بيا رغولو په برخه کې ملګري ملتونه د عراق تر شا ولاړ دي.

د موصل په بايللو سره «اسلامي دولت» ډلې په عراق کې خپل ستر او پوخ سنګر له لاسه ورکړ. دغه افراطي ډلې د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې په حيرانونکي توګه دغلته سر راپوته کړ او په لنډه موده کې یې دغه ستر ښار ونيوه.

د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د حکومتي ځواکونو بری دا معنا نه لري چې د ولسي وګړو کړاو دې پای ته رسیدلی وي. ملګرو ملتونو هم ويلي چې اوس هم کابو ۷۰۰ زره هغه انسانان چې له موصل څخه شړل شوي، مرستو ته اړتيا لري.