1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان مصېبت ځپلي هر ډول مرستو ته اړتيا لري

عبدالباري حکيم۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

په بدخشان کي له پيښو سره د مبارزې د چارو مسئول وايي چي د مځکي ښوېدو له امله د مرگ ژوبلي شمېر ښايي لوړ شي. په عين حال کي له مصيبته ژوندي پاتي شوي نورو مرستو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/1Btrl
انځور: Reuters

د بدخشان محلي چارواکي وايي چي تراوسه لا په دقيقه توگه ويلای نه شي چي د ارگو ولسوالۍ د آب باريک په کلي کي د غره لمني د ښويدو په پيښه کي څومره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي ولايت له پيښو سره د مبارزې د چارو مسئول، دهقان له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د مرگ ژوبلي شمېر ښايي لوړ شي، ځکه تر اوسه لا د ټولو «ورکو شوو» کسانو هويت تثبيت شوی نه دی.

هغه وويل چي په آب باريک کلي کي څه ناڅه «درې سوه کورنيو ژوند کاوه. دغه کورنۍ ټولي تر خاورو او خټو لاندي شوي دي. هغه وويل: «تر اوسه پوري په دغه کلي کي د وژل شوو خلکو د ۲۵۵ تنو هويت تثيبت شوی دی چي تر خټو او ډبرو لاندي شوي دي. وخت ته اړتيا ده څو د ټولو ورکو شوو خلکو هويت تثيبت شي او رسنيو ته وړاندي شي.»

سيمه ييزو چارواکو انديښنه څرگنده کړي او پر افغان حکومت او نړيوالو موسسو يي غږ کړی دی چي خپلي مرستي گړندۍ کړي. د بدخشان ولايت د والي مرستيال، گل محمد بدر وويل: «په زرونو کورنۍ مرستو ته اړتيا لري. هغوی بې سر پناه شوي دي او په سيمه کي د مځکي ښويدو له يو بل خطر سره مخامخ دي.»

د رويترز خبري آژانس د يوه رپوټ له مخي امريکايي او ناټو ځواکونو د مرستي د وړانديز سره سره، افغان حکومت ويلي دي چي هغه خپله کولای شي چي د هيواد په دننه کي د مرستندويو موسسو په ملاتړ د بدخشان ناورين څپلو ته ور ورسيږي.

خو دهقان وويل، چي هغوی د «هر چا له مرستو څخه هرکلی کوي: «د افغانستان دولت او محلي ادارو هر هغه چا ته چي د مرستو وړانديز کړی دی، هرکلی ويلي دی. ټولو ته ويل شوي دي چي د مرگ ژوبلو گراف ډېر لوړ دی او خلک مرستو ته اړيتا لري. او د بدخشان ولايت چارواکو هر ډول مرستو ته هرکلی ويلی دی.»

خو دهقان يادونه وکړه چي د اب باريک پر کلي باندي د خټو تر سيلاب وروسته د ټولو هڅو سره سره، دا ممکن نه وو چي د «ماشينونو او نورو وسايلو په وا سطه تر خاورو او ډيرو لاندي شوو خلکو «ژوندي يا مړي» راويستل شي.

هغه وويل په همدي وجه دغه ځای ډله ييز قبر وگنل شو: «په آسنانۍ سره د مړو رايستل ممکن نه ول، نو په همدي وجه د سيمي خلکو غوښتنه همدا وه چي د ډله ييز جنازي مراسم پر ځای شي. او د شهيدانو له پاره هلته يو يادگاري منار جوړ شي.»

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو له نمايندگۍ څخه اري گايتينيس، وايي: «ملگري ملتونه له خپلو شريکانو سره چې په هغو کي د افغانستان سره مياشت او نور غير حکومتي سازمانونه شامل دي، په سيمه کي همکاري لري. موږ هڅه کوو چې خلکو ته ژر تر ژره اړيني مرستي لکه خوراکي مواد، د څښاک اوبه او دارو درمل ورسوو.»

ملگري ملتونه يادونه کوي چي د «ماشومانو خوندي ساتنه، دڅښاک اوبو رسول، روغتيايي خدمات او روغتيا پالنه د بې ځايه شوو کورنيو له پاره په لومړيتوبونو کې راځي.»

د دغه سازمان نوموړي کارکونکي وويل: «وضعيت د خرابيدو په حال کي دی. خو تر اوسه پوري د لټون او ژغورني پر عملياتو سر بيره، هغه څه چي موږ يې اوس سمدلاسه سرته رسوو د کابو۷۰۰ کورنيو د اړتياوو له پاره د آسانتياو برابرول دي.»

د هغه په خبره د بدخشان په ناورين کې «څه د پاسه ۴۰۰۰ خلک په مستقيم او يا غير مستقيم ډول اغېزمن شوي دي. هغوی خوراکي موادو، اوبو، روغتيايي خدماتو او خيمو ته اړتيا لري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب